د غزني د رشیدان ولسوالۍ دریم امنیه قومندان هم و وژل شو

عزم(چهارشنبه، ۲۴ غویی ۱۳۹۹): د غزني ولایت سیمئیزې سرچینې وایي چې د رشیدان ولسوالۍ تازه ګومارل شوی امنیه قومندان هم د طالبانو په یو برید کې و وژل شو.
د رشیدان ولسوالۍ دا دریم امنیه قومندان دی چې له یوې میاشتې په کمه موده کې وژل کیږي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حمدالله نوروز رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د رشیدان امنیه قومندان علی الله عطایي د جغتو ولسوالۍ اړوند په قیاق دره کې د طالبانو په یوه برید کې و وژل شو.

نوروز زیاته کړې چې تر دې وړاندې د دغې ولسوالۍ دوه نور امنیه قومندانان هم په قیاق دره کې وژل شوي دي.

قیاق دره هغه سیمه ده چې د غزني څو ولسوالۍ له مرکز سره تړي او طالبان پکې وخت ناوخت دولتي کسان په نښه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button