نو ضرور ده، چې د ملي اتل لقب ورکړل شي

 

 

هیواد تقریباً تجزیه کیدو ته نږدې وو او د افغان خاورې نه راچاپیر دښمنان ټول دې ځای ته ناست ول چې څه وخت او څنګه به د دې دروند ټبر په سینه د بیلتون خنجر تېر او د ناسور زخم ترې جوړ کړي، هغه افغانان چې تازه یې د شوروي اتحاد ملا بوټه ورماته کړې وه، له سخت ذهني فشار سره مخ وو او د ګران هیواد بوږنونکي حالت ته یې کتل خو لکه قیدي هیڅ یې په وسه نه وو پوره.
افغانانو هیر کړي وو چې دوی احمدشاه ابدالي درلود نو ضرور به يې په کاله کې داسې څوک زیږي چې د ده پلونه تعقیب کړي، مشهوره خبره ده چې د باز ځاله بې بازه نه وي، همدغسې وشول، د احمد شاه له ټبره یو تنکی ځوان راپورته شو چې په تندي کې یې افغانانو خپله روښانه اینده ولیدله، دا ځوان ډیر ښه وځلید او ډیر ژر په لر او بر وطن کې د هرې حجرې توده موضوع وګرځېده.
افغانانو چې دوه میلیونه شهیدان د کوم ارمان لپاره ورکړي وو او اوس يې په خپلو سترګو لیدل چې ارمان یې د رقیب په لاس کې پاڼې پاڼې کیږي او دوی هیڅ نشي کولای، په دغسې یو وخت کې دغه د نجات فرشته راوالوته او ټول افغان وطن یې د خپلو سپیڅلو وزرونو تر سایي لاندې کړ او د امن په نوم خواږه یې وشیندل.
افغانستان یې له ټوټه کیدو وژغوره، یو مستحکم اسلامي نظام یې برپا کړ، د مظلوم ننګه یې وکړه، ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې په درنه سترګه وکتل، ایران ته یې میرویس نیکه ورپه زړه کړ او ټول هغه کارونه یې وکړل، څه ته چې افغانان د شوروي یرغل له ماتې وروسته په انتظار وو.
دا ځوان فقط محمد عمر نومیده، د حجرې ملګرو به یې ادباً له نامه سره د ملا توری یوځا ی کاوه، کله چې یې د شوروي اتحاد په خلاف جهاد کې برخه واخسته نو د مجاهد وروستاړی هم ورپسې شو او هر کله یې چې د افغانانو په زړونو کې راټوکیدلې هیلې ګل کړې نو بیا د دې ملت په استازیتوب د درست افغان ولس درانه قشر (علماوو) د امیرالمؤمنین نوم هم د ده له نامه سره یو ځای او د دې مظلوم خو با شهامته ولس د رهبرۍ پټکۍ یې د نوموړي په سر ورکیښود.
امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله)په خپل وخت کې هر تیري ته ځواب ورکړی، کله چې ایران هوش له لاسه ورکړی وو او ځواکونه یې د هیواد پولو ته رانږدې کړي وو، نو دې ځوان داسې ځواب ورکړ چې ایران په خبرو کې سر خلاص کړ او ډیر ژر له خپلې پریکړې په شا شو، هو! که نه وای په شا شوی، بیا یې والله که تر اصفهانه هم پریښي وای.
امریکا په ډیر تکبر او فرعونیت سره ګران هیواد اشغال کړ خو دا ځوان تر پایه په دومره قوي عزم او لوړ هوډ ورسره وجنګید چې اینده نسل ته به د نوموړي تاریخ هم د اکبرخان، غازي محمد جان خان، ملا مشک عالم، محمود غزنوي، میروس نیکه، او احمدشاه ابدالي نه کم نه وي، د ده د ایثار او قربانۍ برکت وو چې افغانانو نن د امریکایي معاصرې امپراتورۍ د شکست ویاړ هم په خپلو مټو وټومبه.
دا ځوان په خپله خاوره دومره مین وو، چې د خپل ولس په خاطر او د دې ملت د ناموس د ساتلو پخاطر څوارلس کاله له خپل اولاد او بچیانو نه لرې پاتې شو او اخر یې هم په ډیره تنهایۍ او پردیسۍ کې خپل روح پخپله خاوره خپل بادار ته وسپاره او یوه نړۍ ارمانونه یې ترشا پریښودل. روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله.
زما هدف یو شی وو خو خبره دلته رانه اوږده شوه،  خیر، بده نه ده ځکه په دې سره هدف ښه روښانه او لوستونکي به زر زما په خبره پوه شي، زما یوه غوښتنه وه، هغه دا چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله یو ملي شخصیت وو چې کارنامي يې له هیچا پټې نه دي، بناً زه غواړم چې په هیواد کې د اسلامي نظام له راتلو وروسته دې په لومړیو کارونو کې یو دا هم شي چې باید نوموړي ته د معاصر ملي اتل لقب ورکړل شي، په دې سره به نو له تاریخ سره هم غدر نه وي شوی او اینده نسل ته به مو هم د ویاړونو یو غټ باب پریښی وي. تاسو زما له دې نظر سره موافق یاست کنه؟ که وئ نو راځئ! دا غږ راسره بدرګه کړئ
دکتور هاتف مختار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: