خلیلزاد: که حکومت د کابل برید کې د طالبانو د لاس درلودو شواهد لري، لیدو ته یې سترګې په لار یو

عزم (شنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۹): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په خپل وروستي خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی د ارزونو له مخې د کابل وروستی برید داعش ډلې کړی، او که کابل حکومت په دې برید کې د طالبانو د لاس درلودو شواهد لري دوی یې لیدو ته سترګې په لار دي.

خلیلزاد دا څرګندونې د می په ۱۵مه، له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد د وروستیو بریدونو په اړه د کابل حکومت دریځ ته د اشارې د پوښتنې په ځواب کې ویلي، ”دا زموږ ارزونه ده، لکه څنګه چې مې [مخکې] ویلي، چې دا برید داعش ډلې کړی؛ داعش د سولې د پروسې دښمن دی، د سولې د پروسې ناکامېدل غواړي“.

د خلیلزاد په خبره، ”موږ له [کابل] حکومت سره په تماس کې یو، خو که دوی د دې خبرې پر خلاف معلومات لري، موږ به یې لیدل خوښ کړو“.

خلیلزاد د حکومت لخوا په وروستیو بریدونو کې د طالبانو د لاس د تورونو په پلمه د تهاجمي عملیاتو یو ځل بیا پیلېدو ته په اشاره ویلي، ”مناسب غبرګون دا دی چې د سولې پروسه چټه کړل شي، نه دا چې دا پروسه د هغه څه له امله وځنډوله شي چې داعش کړي دي“.

کله چې د کابل د روغتون په وروستي برید کې د داعش د لاس درلودو د شواهدو په اړه پوښتنه ترې وشوه، خلیلزاد وویل، ”د هغو معلوماتو په بنسټ چې موږ یې لرو او په تېره کې د داعش د بریدونو د بېلګو په بناء موږ باور لرو – دا زموږ ارزونه ده – چې داعش پر روغتون د برید مسؤل هم دی“.

خلیلزاد ویلي دوی د کابل حکومت په څېر باور نه لري چې داعش او طالبان له یو بل سره اړیکې لري. ”موږ باور لرو چې داعش او طالبان [د یو بل] د سر دښمنان دي، او د داعش پر ضد جګړه کې طالبانو مهم رول لوبولی دی“.

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې دمګړی د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډونه تاوتریخوالی او بندیان دي. ”د بندیانو په برخه کې څه پرمختګ شوی دی. باید نور څه هم وشي. هدف دا دی چې پنځه زره طالبان باید خوشي شي او زر هغه دولتي بندیان چې له طالبانو سره دي“.

خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ویلي چې له ننګونو سره سره، دوی د توافقنامې د عملي کولو د لومړي پړاو په عملي کولو لګیا دي، چې له مخې به یې په ۱۳۵ ورځو کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي.

د زلمي خلیلزاد په وینا، دوی د جګړې په اړه د طالبانو او حکومت وروستۍ اعلامیې لیدلې، خو وايي ”موږ د تاوتریخولي کمښت ته اړتیا لرو“.

 نوموړي وویل چې د بندیانو د خوشي کېدو او د جګړې د شدت کمولو په غرض د بحثونو لپاره به دوباره ژر سفر پیل کړي.

خلیلزاد ویلي، طالبانو پر بهرنیو ځواکونو او په سترو ښارونو کې د بریدونو نه کولو په اړه خپله ژمنه ساتلې، خو خبریال ته یې زیاته کړې، ”ته سم وایې چې په هوکړه کې مشخصه یادونه نشته چې دوی به پر افغان ځواکونو برید نه کوي – دا به په اوربند سره کیږي، او طالبانو هوکړه کړې کله چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، جامع او تلپاتی اوربند به د اولنیو موضوعاتو له جملې څخه وي“.

خلیلزاد بین الافغاني مذاکرات ”د افغانانو ترمنځ د تلپاتې سولې یوازینۍ لار“ بللې او وايي اوس د دې مذاکراتو د پیل د بلې نېټې په اړه بحثونه روان دي. ”موږ باور لرو څومره ژر چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، هغومره ژر به سوله راشي. او دا به تر ټولو غوره وي چې دا بین الافغاني خبرې هغه وخت پیل شي کله چې موږ په جنوبي افغانستان کې اساسي [او د پاموړ] ځواکونه ولرو“.

نوموړي د حکومت لخوا د تهاجمي عملیاتو د بیا پیل د اعلان په غبرګون کې، په ګردېز کې د طالبانو وروستی موټربم برید ”ډېر منفي“ بللی، او پر طالبانو یې د ”تاوتریخوالي“ کمولو غږ کړی دی.

د تښتول شوي امریکايي قراردادي، مارک فیریکس، په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې خلیلزاد زیاته کړې چې طالبانو ورته ویلي له دوی سره نشته، ”موږ غوښتنه ترې کړې چې بیا په خپلو لیکو کې وګوري“. د نوموړي په اند، که دا قراردادي له طالبانو سره وي، ”دا به له موږ سره د هغوی له کړو ژمنو سرغړونه وي“.

خلیلزاد په خپلو اختتامیه څرګندونو کې ویلي چې له ټولو ننګونو او سختیو سره سره نوموړی باور لري چې د سولې روانه پروسه د افغانستان د جګړې ختمولو او امریکايي ګټو ساتلو لپاره یوازینی او غوره انتخاب دی، نو ځکه به ټینګار ته پرې دوام ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button