پر نړۍ د حکومت کولو د يهودو خوبونه او پلانونه( ۴ برخه)

 

عزام مهاجر

• د یهودي پروټوکولونو د لوستلو تر څنګ که بیا پر همدې نکاتو غور وشي او دغه نکات د نړۍ پر موجوده حالاتو عرض کړل شي نو خورا ژور مناسبت به ورسره وموندل شي او معلومه به شي چې دا خلګ څومره خپلو اهدافو ته نږدې شوي دي او څومره یې په لاس ورغلي دي.

• یهودي پروټوکول:۱

بنسټېزه نظریه

په نړۍ کې د طاقت او غلبې د ترلاسه کولو لپاره د ډېرو تصوراتو په رڼا کې کار کیږي. په دې اړه زموږ یعنې یهودو تصورات د غیر یهودي قومونو له تصوراتو څخه مختلف او منفرد دي. موږ د حق یا غلبې د ترلاسه کولو یوازینۍ ذریعه طاقت بولو. ځکه خو زموږ په نزد حق په طاقت کې مخفي دی.

• اقتدار، حق او طاقت
اقتدار، حق او طاقت، سیاسي آزادي، قوتِ زر، مطلق العنان استبداد، عوامي مخکښې، اخلاقي قدرونه او استحقاق، د عوامو کمزوري، عیاشي او فحاشي، دوکه بازي او فریب، ذرائع او وسائل او د نصرت اسباب.

دا خبره باید په ذهن کې وساتل شي چې په نړۍ کې د ښو خلګو په نسبت د بدو خلګو شمېر زیات دی ځکه خو پر هغوی باندې کامیاب حکومت د علمي بحث او مباحثو په مټ نه بلکې د جبر، تشدد او ترهګرۍ په مټ کېدای شي. هر څوک د اقتدار او قوت د حاصلولو خواهشمند دی او د هغو له ترلاسه کولو وروسته دیکتاتور ترې جوړ شي. د داسې خلګو شمېر په یقیني ډول بیخې کم دی څوک چې د ټولو خلګو اجتماعي ګټې تر خپلو شخصې ګټو نه قربانوي.(یعني داسې خلګ کم دي څوک چې اجتماعي ګټو ته پر شخصي ګټو فوقیت او ترجیح ورکوي.)

دغه ښکاري درندې، څوک چې په عرف کې انسانان بلل کیږي، د خپل وحشت او حیوانیت له ښودلو او ښکاره کولو څخه چا منع کړي دي؟ تر اوسه پورې د هغوی د قیادت فریضه چا ترسره کول؟

د ټولنیزې ډانچې په رامنځته کولو کې لومړی همدا انسان ډوله درندې د جبر او تشدد په مټ د یو ړانده او کاڼه قوت له لورې قابو کړای شول او وروسته د همدې تشدد قوت ته د قانون لباس ور واغوستل شو چې اوس پر انسانانو تپل کیږي.(یعني د دوی په نزد پر انسان باندې ډول ډول وحشتونه، بربریتونه، بندیزونه، محبسونه، اذیتونه، له وطنه شړل، سزا ورکول او… نور هر ډول حیوانیت د قانون په نامه ترسره کیږي کومو چې نړیوالو جوړ کړي او پر خلګو یې تپي. او دا خبره یې تر یو حده صحیح هم ده. زما نظر) له همدې څخه موږ دا نتیجه راباسو چې قانون د فطرت مطابق په قوت کې پټ او مضمر دی.

• سیاسي آزادي

سیاسي آزادي فقط د یو تصور نوم دی دا په اصل کې هیڅ حقیقت نه لري. موږ ته باید د سخت ضرورت په وخت کې د دې تصور د استعمالولو طریقه معلومه وي. موږ دغه تصور باید د عوامو په حق کې د ګیاه/ وښو په څیر استعمال کړو او خلګ پر ځان شاوخوا راجمع کړو تر څو د قوت څښتنان د هغوی په مټ راوپرځوو او له راپرځولو وروسته یې تباه کړو. که چیري زموږ حریف حکومت د سیاسي آزادۍ د تصور ښه ګرم حامې وي او د تش په نامه لبرالزم پلوی وي نو د هغه راپرځول بیا نور هم آسانه وي ځکه چې داسې حکومت د خپل لبرالزم د ژمنې پوره کولو لپاره د خپل اقتدار د یو څه حصې قربانولو ته تیار وي او له همدې څخه د دې نظریې کامیابي هم معلومیږي. د حکومت په جلو/واګو(Reins) کې پیداکېدونکې سستې د دې کشمکش په نتیجه کې د را پورته کېدونکو لاسونو لپاره یو غیرمترقبه نعمت وي او همدغه لاسونه آخر دغه حکومتې واګې ټینګوي، ځکه چې د قومونو ړوند طاقت له رهنمایي کولو پرته د یوې لحظې لپاره هم ژوندی نه شې پاتې کېدای او دغه خلا بیا نوی قوت ډکوي، هغه قوت چاچې زوړ قوت د هغه د لبرالزم په مټ کمزوری کړی او راپرزولی وي.

• قوتِ زر

کوم طاقت چې به پخوا لبرلو حاکمانو ته حاصل و زموږ په زمانه کې هغه قوت زر یا پیسه لري. دا هغه زمانې وې کله چې د عقیدې او ایمان حکمرانې وه(مګر اوس هغه نه ده) د آزادۍ تصور ته د حقیقت جامه نه شې وراغوستل کېدای ځکه چې چاته د هغې(آزادۍ) په اعتدال سره د استعمالولو طریقه نه ده معلومه. یوې طبقې یا د یوې سیمې خلګو ته د یو څه وخت لپاره محدوده آزادي یا سیلف ګورنمنټ ور وسپارئ او بیا یې وګورئ. د سترګو په رپ کې به یوه بله غیر منظمه ډله راپورته شي، یوه هم نه بلکې بې شمېره به تبارز وکړي چې یو به د بل خلاف عرض اندام کوي. هر لور به جګړې، اختلاف و انتشار، بدنظمې او د کورنیو جګړو کیفیت جوړ شي او بالآخر به هر څه د خاورو څلې وګرځي.

• نوټ:
زما په اند دلته د نیو ورلډ آرډر یا نړیوال حکومت لور ته اشاره ده چې واړه حکومتونه خپلو کې اختلافات او جنګونه کوي؛ فساد رامنځته کوي او امن له منځه وړي نو باید یو داسې نړیوال حکومت رامنځته کړای شي چې ټوله نړۍ د یوه قوت له لورې اداره او کنټرول کړل شي او هغه حکومت به د دوی له لورې پر خلګو کیږي چې د نیو ورلډ آرډر لپاره پر لارې اوارولو په پوره تیزي سره کار شروع دی. د برطانیې پخوانې وزیر ګورډن براون د همدې نړیوال حکومت لپاره د لارې اوارولو په موخه د کورونا د پردې تر شا وویل او دا خبر د ګارډین نیوز تر څنګ نورو بې شمېره رسنیو نشر کړ:
Gordon Brown calls for global government to tackle coronavirus
«ګورډن براون د کورونا وایروس د مقابلې کولو لپاره د یو نړیوال حکومت د رامنځته کېدلو غوښتنه وکړه.»

که څه هم په خبر کې د عارضي نړیوال حکومت خبره ده خو دا به د دائمې نړیوال حکومت پیلامه او د هغه لپاره پېش خیمه وي تر څو چې د دوی د پلانونو مطابق نړیوال عارضي حکومت د کورونا د مخنیوي په کولو کې مثبت رول ولوبوي نو خلګ به بیا په خوښۍ د دائمي نړیوال حکومت قبلولو ته غاړه کښېږدي او د هغه د ضرورت په حس کولو سره به راتلونکی ګلوبل ګورنمنټ په ورین تندي ومني. والله تعالی اعلم

نوربیا… ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button