«ننګرهار کې پر ۲۵۰جریبه  ځمکه کرل شوي غنم ۳۵۰مټرېک ټنه حاصلات ورکوي»

عزم (‌دوشنبه، ۲۹ غويي، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايی، د کرنې وزارت د «SNaPP2» پروګرام په همکارۍ په دې ولایت کې د غنمو د پرمختللو لارو چارو د ترویج په پار ددې ولایت پر ۲۵۰ جریبه ځمکه د غنمو ننداریزې قطعې جوړې کړي دي، چې اوس یې د فصل راټولولو موسم دی او د اټکل له مخې به له دغو کروندو څخه ۳۵۰ مټریک ټنه غنم راټول شي.

د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې دغنمو دغه ننداریزې قطعې د کتار په ډول په ازمایښتې بڼه کرل شوي دي، چې موخه یې د بزګرانو عامه پوهاوی او د حاصلاتو زیاتوالی دی.

د غنمو په دغو ننداریزو قطعو کې بزګرانو ته د غنمو د پرمختللي کرکېلي، د کروندو د مناسبې پالنې لارې چارې او د غنمو د افتونو سره د مبارزې لارې چارې هم ښودل شوي دي.

ددغو ننداریزو قطعو برخمن کروندګر خوښ دي، چې له خپلې کمې ځمکې لوړ حاصل اخلي، چې هم د خپلو کورنیو مصارف پوره کوي او هم په سیمه ییزو مارکېټونو کې یې خرڅوي، چې د وړو په بیه کې به د پام وړ کمی راشي.

باید وویل شي، چې په عصري سیستم د غنمو کرکيله د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

په نړۍ کې د کرونا وایروس د خپرېدو راهیسې په هېواد کې ګڼ خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي، چې د اوړو بیې ډېرې پورته شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button