په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر۷زرو ته ورسېد

عزم (‌سه‌شنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۸۱کسان په کرونا ککړ شوي، چې له دې سره د ټولو ناروغانو شمېر هم ۷۶۵۳ته وسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، نوې پېښې د دغه ناروغۍ د راپیداکېدو سره تر ټولو لوړه شمېره ده، چې د هېواد په لابراتوارو کې ثبتېږي.«په تېرو څلویشت ساعتونو کې یې په خپلو بېلابېلو لابراتوارونو کې ګڼ شمېر مشکوکې پېښې څېړلې دي چې ۵۸۱ یې مثبتې وې. په دې سره په هېواد کې د کرونا وایروس د ټولو مثبتو پېښې شمېر ۷۶۵۳ ته ورسېد.»

د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵تنه مړه شوي، ۴۹نور بیا بېرته روغ شوي، چې د مجموعي مړو شمېر ۱۷۸ او د رغېدلو کسانو شمېر هم ۵۸۰ ته ورسېد.

دی وايي، په تازه پېښو کې ۱۶۵په کابل او ۱۳۴په پکتیا کې ثبت شوي، چې یاد ولایتونه تر ټولو مخکې دي. په ننګرهار کې ۵۳ او لغمان ولايت کې ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

تر دې دمه په ټول ختيځ کې د کرونا وايروس ۷۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ننګرهار ولايت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۵۱، لغمان ۱۶۱، کونړ ۱۰۳ او نورستان ولايت کې څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر پر داسې مهال لوړېږي چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبي توګه مات شوی دی.

تر دې مخکې د افغانستان روغتیا وزارت خبرداری ورکړی و چې له کرونا وایروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بې‌ځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روغتیا د وزیر فېروزالدین فېروز د کرونا دوهم معاینات منفي دي او ډېر ژر به خپلې دندې ته راستون شي.

نوموړی روانه میاشت په کوویډ ــ ۱۹ناروغۍ ککړ شوی و او په خپل کور کې قرنطین شوی و.

د کرونا ناروغي اوس‌مهال د نړۍ ۱۷۸هېوادونو ته رسېدلې، چې ۳،۹مېلیونه کسان پرې اخته شوي، ۳سوه زره یې مړه کړي او یو نیم مېلیون ترې بېرته رغېدلي دي.

امریکا هغه هېواد دی، چې د کرونا له امله تراوسه پکې ۹۰زره تنه مړه شوي او یو نیم مېلیون پرې ککړ شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button