«ملي اردو»…؟!

محمد آصف آزاد

که د دوحې له توافقنامې سره سم د زندانیانو د خلاصون پروسه سمه سرته رسېدلې وی، نو تر ننه به د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو شاهدان وی. خو دا چې اوس د ۶زره زندانیانو د بشپړ خلاصون په وړاندې ظاهراً د غني ادارې خنډ او ځنډ رامنځته کړی؛ د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل هم ورسره ځنډېدلي. ځکه د توفقنامې له مخې د ټولو ۶زره زندانیانو د خلاصون وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.
دا چې کله به د زندانیانو د خلاصون پروسه په بشپړه توګه سرته رسیږي او بین الافغاني مذاکرات به پیلیږي، معلومه نه ده؛ خو له بحثونو به یې یو هم د
«ملي اردو» اړوند وي. غواړم دې کرښو کې د ملي اردو اړوند خپل نظر ولیکم.

راځئ لومړی د ملي اردو د لومړني، ساده او ډېر واضح تعریف له مخې وګورو چې زموږ شته د ملي اردو په نامه عسکر د ملي اردو له نوم سره سم را خېژي که نه. ملي اردو؛ یعني د یو هېواد هغه وسله وال پوځ چې د خپل هېواد، ولس او د ولس له ارزښتونو څخه د پردیو تېریګرو په وړاندې دفاع کوي.
راځئ، یوه شېبه فکر وکړئ او بیا شته د ملي اردو په نامه ملیشې له دغه لوړ تعریف سره پرتله کړئ!
دې تعریف سره سم خېژي او که نه، خبره برعکس ده؟!

په ۲۰۰۱م کال چې د امریکا په مشرۍ لسګونو هېوادونو پر افغانستان یرغل راووړ، دلته یې د افغانانو حاکم نظام نسکور کړ، خلک یې ووژل، ارزښتونه او مقدسات یې توهین کړل، د هېواد هر ډول آزادي او خپلواکي یې غصب کړه او…
د تاریخ او تجربې له مخې هر وخت چې یو یا څو یرغلګر هېوادونه پر بل هېواد یرغل ور وړي؛ نو د یرغل د بریالیتوب لپاره ورته حتمي ده چې د هماغه هېواد ځینې وګړي نوکري او د خپلو موخو لپاره استخدام کړي. دا نوکر وګړي هم په نظامي او هم په ملکي دواړو برخو کې ورته په کار دي. دلته یې هم همداسې وکړل. دلته ورته که په ملکي برخه کې د کرزي، شېرزي، عبدالله، عطا نور، سیاف، رباني او فلان فلان غوندې ملکي نوکرانو ته اړتیا وه، نو په نظامي برخه کې هم د هېواد ځینې نالایقه او بد اخلاقه وګړي ورته په کار و.
همداسې یې وکړل… له کلو یې څو چرسیان، څو بد اخلاقه، څو نالایقه، څو د مور و پلار ازار وهلي او څو په اصطلاح اوباشان یې راغونډ کړل، ملبس یې کړل، وسله وال یې کړل او له خپلو خلکو سره یې په جګړه کړل.

بل خوا، د هېواد لویې برخې د پردیو یرغلګرو پر وړاندې د آزادۍ مبارزه پیل کړه. ځکه اسلامي او هم ملي مسؤلیت یې همدا و چې د پردیو تېریګرو په مقابل کې ودریږي او د آزادۍ لپاره جګړه وکړي. د طالب مخالفین ښایي دا ونه مني چې طالبان دې د آزادۍ لپاره په مبارزه بوخت وي؛ خو یو وار چې د امریکا په مشرۍ نړیوال یرغلګر هېوادونه دلته له طا لب سره له هېواده د وتلو موافقنامه لاسلیکوي، نو معنا دا چې همدوی تېریګر او طالبان یې په وړاندې افغان آزادي غوښتونکي مبارزین دي. د طالب مخالفین د دې حقیقت له منلو پرته چاره نه لري. او کله چې دا حقیقت په نړیواله کچه هم ومنل شي، نو د هېواد هغه وګړي چې د پردیو یرغلګرو په ملاتړ له افغان آزادي غوښتونکو/طالبانو سره په جګړه او مخالفت بوخت دي، نو دا مخالفین خپل ځانونه له غلامانو پرته په کومه لیکه کې ویني؟!

له دې ورآخوا؛ په مسلکي لحاظ هم خورا ګڼې نیمګړتیاوې لري. ټولو ته معلومه ده چې د بُن له غونډې وروسته چې په څومره بیړه او نامسلکي توګه دغه ملیشه را ټوله شوې. لویه برخه یې بې زده کړو دي او حتی له دریو او شپږو میاشتو نظامي کوروسونو ته ورته لنډې روزنې وروسته د جګړې کرښو ته وړاندې شوي.
په “ملي” لحاظ هم ګڼې نیوکې پرې موجودې دي. لومړی خو دا چې هغه ملیشه چې د هېواد یوې لویې برخې او د آزادي غوښتونکو په مقابل کې جنګېدلي وي، څرنګه به ملي وبلل شي. په سیاسي، قومي او شخصي رابطو د یوې خاصې سیمې نظامیانو ته لوړې رتبې ورکړل شوي. د مختلفو جنګسالارانو ټوپکماران پکې یو ځای شوي.

هیڅ ډول اسلامي او ملي روحیه نلري. حقیقت دا دی چې دغه روحیات هغه وخت ترلاسه کېدلای شي چې جګړه یې د یوه پاک او لوړ هدف، د خپلې خاورې او ولس او د خپلو خلکو د ارزښتونو د ساتنې لپاره وي. د ثبوت لپاره د مقابل طرف جنګیالي وګورئ چې په څومره لوړو روحیاتو د مبارزې ډګر ته ځي. زندان ورته هیڅ دی، ستونزې او کړاوونه ورته هیڅ دي، مرګ خو هغه دی خپله په سینو پورې تړي. پرته له کوم مادي امتیاز څخه. همدغه دي روحیات او همدغه دي نېک او سپېڅلي جذبات. خو دا شته ملیشې جنګیالي چې د همدغو لوړو ارزښتونو په مقابل کې په جګړه بوخت دي، نو روحیات به له کومه کړي بېچاره ګان!

په تاریخي لحاظ هم دغه ملیشه د ملي اردو په نامه د منلو وړ نه ده. د تاریخ په هیڅ څنډه کې به هم ونه مومی چې د یو هېواد وګړو دې د پردیو یرغلګرو په مقابل کې جګړه کړې وي او له آزادۍ اخیستنې وروسته دې یې د پردیو مل ملیشه د ملي اردو په نامه منلې او قبوله کړې وي، نو افغانان به څرنګه د دوه لسیزې له سختې مبارزې وروسته د پردیو مل ملیشه او د هېواد او ولس په مقابل کې د پردیو په ګټه جنګېدلي ملیشه د ملي اردو په نامه ومني.

دغه شته «ملي اردو!» ملت ته د منلو نه ده. ځکه دغه اردو خو نیږدې دوه لسیزې له دې ملت سره جنګېدلې، په کورو او جوماتونو یې ورختلې، د شپې یې له بهرنیانو سره یو ځای په خپلو کورونو کې لوټلي او داړلي دي. دا اردو څرنګه دا ملت د ملي اردو په نوم ومني؟! که یې له ملت سره جګړه څوک نه مني، نو ودې وایي دې اردو دا دوه لسیزې له چا سره جګړه روانه ساتلې؟! څوک یې وژلي؟! دوی خو دا د پاکستان د دښمنۍ خبرې ډېرې کوي، دې دوه لسیزو کې دې له پنجاب سره د جګړې یو څو بېلګې یادې کړي؟! که بهرني راغلي عسکر موږ یرغلګر وګڼو، او د دوی وتل موږ آزادي ګڼو؛ نو ښکاره ده چې په وړاندې یې جنګېدلی طا لب د آزادۍ سرتېری دی او د همدې ملت په استازولی جنګېدلی؛ او شته اردو د همدې د آزادۍ ننګیالي، د آزادۍ ګټونکي او د همدې ملت له استازي «طالب» سره جګړه کړې. نو دا اردو به اوس څرنګه دې ملت ته د منلو وړ وي؟!

همدارنګه د تلپاتې پېغور په بڼه د پاتې کېدو له وېرې هم د منلو نه ده. شته ملیشه چې د پردیو یرغلګرو لخوا رامنځته شوې، وسله واله شوې او د جګړې هدف او قومانده ورکړل شوې؛ راتلونکې کې به څرنګه دغه پېغور سره سره د ملي اردو په نامه د منلو وړ وي.

په پای کې، د آزاد او اسلامي افغانستان په مخ کې د راتلونکي په توګه د یوه حتمي خطر د رامنځته کولو له امله هم د منلو وړ نشي کېدلی. د مصر او پاکستان پوځونه ښکاره بېلګې دي. وګورئ څومره په بې رحمۍ او وحشت سره د غرب د ګټو د خوندیتابه لپاره له خپلو ولسونو سره په جګړه بوخت دي. ایا همداسې وي د یوه اسلامي او آزاد هېواد ملي اردو؟!

پای دا چې؛ د آزاد، اسلامي، پرمختللي او سوکاله افغانستان لپاره، په تمامه معنا د پیاوړي اسلامي او ملي پوځ جوړول، د آزادۍ ګټونکي لوري د آزادۍ ګټلو په څېر عین شان مسؤلیت ګرځي او پرې فرض ده.

۲۰۲۰/۰۵/۱۹

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button