شاهین: د توافقنامې نه علاوه، نور میکانیزمونه د سولې په پروسه کې د خنډ جوړولو معنا لري

عزم (پنجشنبه،۱ غبرګولی، ۱۳۹۹): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې تیرو څو ورځو کې یې له امریکایي لوري سره په مختلفو موضوعاتو څو پرلپسې غونډې ترسره کړې دي.

نوموړي ویلي، په دغه ناسته کې د طالبانو سياسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې د ډاکتر خلیلزاد او پلاوي سره د سولې د پروسې په چټک کولو تفصیلي خبرې وکړې. «ملا برادر اخند وویل د افغانستان د مسئلې حل د توافقنامې په بشپړ تطبیق کې دی»
شاهین زیاته کړې ده چې د بندیانو خلاصون به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې د شوې توافقنامې نه علاوه، نور میکانیزمونه د سولې په پروسه کې د خنډ جوړولو معنا لري.

شاهین نه ده روښانه کړې چې امریکایي لوري ورته د نورو کومو میکانیزمونو وړاندیز کړی خو زیاته کړې یې ده چې دې هڅو اوس هم دسولې پروسې ته زیان رسولی، او په وینا یې چې « نور ځنډ لا زیان رسولای شي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم ددې غونډو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې د بندیانو د خلاصون، سولې او جګړو د کموالي په ګډون یې پر ګڼو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button