نن د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمدمنصور د شهادت “څلورم تلین” دی

د افغانستان د هوانوردۍ وزارت اوهوایې مدافعې د یوه راپور له مخې د منصور صاحب د وزارت پرمهال شاوخوا ۴۴ بيلابيلْې ترانسپورتي الوتکې او جنګي چورلکې چې د جګړو پرمهال زیانمنې شوې او له الوتنې لویدلې وې له سره ترمیم او په ملکي هوایي چلند او هوایي ځواک کې د استفادي وړوګرځول شوې.

عزم (پنجشنبه،۱ غبرګولی، ۱۳۹۹):نن په ټول هیواد کې د طالبانو د تحریک د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د شهادت څلورمه کلیزه په ټول هیواد کې لمانځل کیږي.
ملا اختر محمد منصورد الحاج محمدجان زوی، په ۷ ۱۳۴هش ـ ۱۹۶۸ م کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کي زیږیدلی، په کال ۱۹۷۸م کې په افغانستان باندې د شوروي اشغالګرو تر تیري وروسته، یې په اتلس ۱۸کلني کې له خپل دین او هیواد څخه د دفاع په موخه د شورویانو او داخلي کمونستانو په خلاف د وسله وال جهاد لاره ونیوله.

نوموړی په کال ۱۹۸۵ م كې د جهادي فعالیت لپاره د کندهار ولایت د مشهور جهادي قومندان شهید قاري عزیزالله جبهه کې، چې د مولوي محمدنبي عمري له تنظیم سره تړلې وه، دخپل جهادي سنګر په حیث غوره او د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د شوروي اشغالګرو او داخلي کمونستانو پر خلاف جهادي فعالیت ته دوام ورکړ.
اخترمحمد منصور په کال ۱۹۹۲ م په افغانستان کې د کمونستي نظام تر سقوط او د اخلي جګړو پیلیدو وروسته د خپلې جبهې د نورو مخلصو مجاهدینو په څیر وسله پر ځمکه کیښودله او د واک پرسر دپیل کړل شوي ناروا جګړې په تداوم کې یې د هیچا پلوي و نه کړه.

د طالبانو لخوا دکندهار ښار له نیولو وروسته نوموړی د کندهار د هوایي ډګر د مسؤل په حیث وټاکل شو؛ وروسته ورته په همدې ولایت کي د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعي مسؤلیت ورته وسپارل شو.

کله چې طالبانو ۱۹۹۶م کې کابل ونیولو، د هوايي چلنداوسیاحت وزیر وټاکل شو او ورسره همهاله د دفاع وزارت مربوط د هوايي مدافعې عمومي قومنداني مسؤلیت هم ورته وسپارل شو.

نوموړي د خپلې دندې پرمهال د هوانوردي وزارت تأسیسات او مربوط ملکیتونه چې د داخلي جګړو له کبله سخت متضرر شوي وه، په رغولو پیل وکړ، چې لومړی یې د کابل بین المللي هوايي ډګر او د هغه اړوند تأسیسات له سره ورغول او بیایې د آریانا افغان نړیواله هوايي كرښه د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په نړیوال سټنډرډ برابره مجهز ه کړه.

د هغه په تعقیب د کندهار، هرات ، ننګرهار، مزار شریف او کندز  ولایت هوايي ډګرونه د هرډول ملکي او پوځي الوتنو لپاره اماده او په پرمختللیو وسائلو یې مجهز کړل؛   دغه راز یې دافغانستان په دننه کې د شپې او ورځې لپاره د داخلي الوتنو سهولت برابر او له کلونو ځنډ وروسته یي په لومړی ځل په زرګونو افغاني حاجیانوته د اریانا افغان هوایي کرښې له لاري حج ته د تللو زمینه مساعده کړه.

نوموړي همداراز دملکي هوایي چلندد ښې رهنمایي اودنړۍ دنورو هیوادونود ترانزیټ پروازونوچي دافغانستان له فضانه به تیریدل په خاطر د(ویست دستگاه) دافغانستان په بین المللي مشهوروهوایې ډګرونو لکه کابل، کندهار، ننګرهار، مزاراوهرات کي ځا ی پر ځای کړه چي اوس یې هم لیدونکي شاهدان دي، اوهغه مهال یې په میلیونونو امریکایې ډالر دبهرنیو الوتکوله تیریدو نه دټکس په ډول دافغانستان بودیجي ته را تلل چي تر اوسه دوام لري.

د افغانستان د هوانوردۍ وزارت اوهوایې مدافعې د یوه راپور له مخې د منصور صاحب د وزارت پرمهال شاوخوا ۴۴ بيلابيلْې ترانسپورتي الوتکې او جنګي چورلکې چې د جګړو پرمهال زیانمنې شوې او له الوتنې لویدلې وې له سره ترمیم او په ملکي هوایي چلند او هوایي ځواک کې د استفادي وړوګرځول شوې.

پر هیواد د امریکایانو له یرغل وروسته نوموړي هم د نورو ملګرو ترڅنګ پر مسلح جهاد پیل وکړ؛ په۲۰۰۷ م کال کې کله چې د طالبانو پخوانی مرستیال الحاج ملا عبیدالله اخند د پاکستاني حکومت لخوا  اسیر شو نو د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد لخوا دوهم مرستیال وټاکل شو، هغه مهال لومړی مرستیال ملابرادر آخند وه.
په کال ۲۰۱۰ میلادي کې کله چې ملاعبید الله اخند د پاکستاني ځواکونو په اسارت کې شهید او ملا برادر آخند ونیول شو؛ محترم منصور صاحب د طالبانو د تحریک “اسلامي امارت” د مرستیال او د امارت د ټولو چارو د عمومي مسؤل په توګه وټاکل شو.

منصور صاحب د ۱۳۹۲ هجري شمسي کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه کله چې امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد وفات شو نو د طالبانو د رهبري شوری یو شمیر غړیو او جیدوعلماء کرامو نوموړی د اسلامي امارت د امیر په حیث تعین کړ .

د ملامحمد عمرمجاهد د وفات خبر چې د وخت سختو ننګونکو امنیتي ستونزو ته په کتو سره پټ پاتې شوی وه، د ۲۰۱۵  میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰ نیټه ظاهر شو او ورسره سملاسي د طالبانو رهبري شوری اعضاوو، د مشائخو او مخورو علماء کرامو په ګډون یوې غونډې چې د اهل الحل و العقد له اعتبار څخه برخمن ول د محترم منصور صاحب له حضور اوموجودیت پرته تر اوږدو بحثونو ، مصلحت سنجولو او مشورو وروسته نوموړی د “اسلامي امارت” د نوي امیر په توګه رسما اعلان کړ.

د منصور صاحب له ټاکل کیدو سره سم د طالبانو د رهبري شورا ټولو غړیو، دټولو کمیسونونو مشرانو د قضاء او محاکمو عمومي مسؤلینو نظامي قومندانانو او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو جهادي مسؤلینو، د نظامي کمیسیونونو مشرانو، د هیواد علمي،ملي ، جهادي، سیاسي او فرهنګي شخصیتونو او د “اسلامي امارت” ټولو وسله والو ځواکونو او ملکي چارواکو په یوه غږ له نوي امیر منصور صاحب سره بیعت اعلان او خپل بیعتونه یې په صوتي او کتابتي بڼه د افغانستان د اسلامي امارت نشراتي څانګي ته ولیږل چې وروسته د هغوی لخوا په الامارة ویب پاڼه کې هم خپاره شول.

شهید منصور صاحب د نږدې یو کلنې واکمني وروسته د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزه په لومړۍ نیټه د کندهار دریګستان اود بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي بي پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button