خلیلزاد: د بندیانو پر خلاصون مو توافق وکړ؛ له ډاکټر عبدالله او ډلې سره یې ګډکار کوو

عزم (پنجشنبه،۱ غبرګولی، ۱۳۹۹):د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې تیره ورځ ناوخته یې له اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره لیدنې کړې او ډاکټر عبدالله ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړې ده.
نوموړي ویلي چې « موږ توافق وکړ، د تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه ده او اړتیا شته چې په بیړه یې د ټولو غاړو لخوا د لږولو لپاره خوځښت وشي.»

خلیلزاد زیاتوي، د متحدو ایالتونو- طالبانو د توافقلیک او د متحدو ایالتونو – افغانستان د ګډې اعلامیې له مخې یې د دواړو لورو د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني‌ مذاکراتو د پیل په برخه کې یې هم خبرې او توافقات کړي دي.

خلیلزاد په تلویحي توګه د سولې د خبرو مسؤل لوری ډاکټر عبدالله بللی او ویلي یې دي چې«موږ د ده د نوې دندې د اجرائي کولو لپاره د ده پر پلان وغږیدو او له ده او د ده له ډلې سره به له نږدې کار وکړو.»

شنونکي وایي چې ډاکټر غني د خپل سوله ضد موقف له امله اوس د امریکایانو لخوا ایګنور شوی او د واک د ویش او مصالحې شورا تر مشري وروسته اوس په دې برخه کې رسما عبدالله مسؤل لوری بلل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button