مالیې وزارت له بایو مېټریک پرته متقاعدینو ته معاشونه ورکوي

عزم (‌پنج‌شنبه، ۰۱، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): مالیې وزارت د ۱۳۹۹مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه د دغه طبقې د زیان لیدنې او له دوی سره د مرستې په موخه د بایومیټریک له نوې پروسې پرته او د مخکنیو کارتونو له مخې ورکوي.

د دغه وزارت د تقاعد خزانې رئیس محمد عمر درانی وايي، د کرونا وایروس د خپرېدو او په هېواد کې د قرنطین له کبله د متقاعدینو د بایومېټریک پروسه ځنډېدلې ده، نو له همدې کبله موږ چې د متقاعدینو له شورا سره کومه ناسته درلوده، د افغانستان حکومت او مالیې وزارت د اوسنیو شرایطو او د متقاعدینو اقتصادي وضعیت په درک کولو سره پرېکړه وکړه، چې د نوبتي جدول سره سم د متقاعدینو حقوق په څلورو یا پنځو میاشتو کې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: د نوي بایومېټریک پروسې پرته متقاعدینو ته د معاشونو له ورکړې څخه موخه داده چې دوی اوسنیو شرایطو ته په کتو سره خپلې ستونزې حل کړي او ورځنیو ستونزو ته رسېدنه وکړی شي، ځکه د متقاعدینو یوازېنۍ د عوایدو سرچینه د تقاعد حقوق تر لاسه کول دي.

دراني له متقاعدینو  وغوښتل، څو د اوسنیو ستونزمنو شرایطو په پام کې نیولو سره په کور کېنې او د حقونو ترلاسه کولو لپاره دې د خزانې لوی ریاست ته مراجعه نه کوي، ځکه مالیې وزارت پرته له دې چې دوی فزیکي حضور ولري له جدول او ترتیب شوې لیست سره سم خپلې چارې ترسره کوي.

د یادونې وړده، چې مالیې وزارت د متقاعدینو حقوق د مخکنیو کارتونو مطابق له لاندې دریو بستو سره سم ترسره کوي.

متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې ۷۵ زره افغانۍ وي، سل سلنه (۱۲ میاشتې معاش یې) ورکول کول کېږي. متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې ۷۵۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې وي، ۷۵ سلنه (۹ میاشتې معاش یې) ورکول کول کېږي. متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې له ۱۵۰ زره افغانۍ لوړ وي، ۵۰ سلنه (۶ میاشتې معاش یې) ورکول کول کېږي. د هغو متقاعدینو حقوق چې ۲۵ سلنه او ۵۰ سلنه پاتې کیږي د روان مالي کال کال په پای کې ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: