جوزجان: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه هوایي برید کې شهیدان شوي

سیمئیزې سرچینې وایي چې د دغه بمبار له امله د نورو کورونه سربیره یو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی چې پکې ۴ ښځې، یو نارینه او ۲ تنه ماشومان په شهادت رسیدلي.

 

عزم(پنجشنبه، ۲ غبرګولی ۱۳۹۹): تیره شپه د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ جنګل آریغ سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو بمبار شوی چې خلکو ته یې د مالي زیانونو ترڅنګ درانه ځاني زیانونه هم اړولي.

عزم ته هغه انځورونه د سیمې د خلکو له لارې رسیدلې چې پکې ښکاري بمبار د ملکي خلکو کورونه نړولي او درانه زیانونه ورته اوښتي.

سیمئیزې سرچینې وایي چې د دغه بمبار له امله د نورو کورونه سربیره یو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی چې پکې ۴ ښځې، یو نارینه او ۲ تنه ماشومان په شهادت رسیدلي.

د اشرف غني د تهاجمي عملیاتو له اعلان وروسته د کابل ادارې یو ځل بیا پر ملکي خلکو د بریدونو ناتار جوړ کړی چې یواځې همدا تیره ورځ او شپه یې په څو ولایتونو کې ملکي خلک په نښه کړي وو.

د نورو بریدونو سربیره د پروان په خلازیو سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو په روژه مات ناست خلکو ته لومړی دستي بمونه ورغورځولي وو، وروسته یې پرې ډزې کړې وې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button