د عزم وېب پاڼې د ادارې لخوا د کوچني اختر د مبارکۍ پيغام!

د عزم وېب پاڼې اداره د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت ټول افغان, مسلمان, مجاهد ملت او په ټوله کې د نړۍ مسلمه اُمت ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوي.

تراویح ،عبادات,دُعاوې او صدقې مو د لوى خداى ج په دربار کې قبولې او منظورې شه!

پدې هيله چی دا اختر به په ګران هيواد کې د تلپاتې سولې, اشغال څخه د خلاصون، ازادۍ او د مینی اختر واوسي او راتلونکي اخترونه دې رب داسې وخت کې راولي چې هیواد مو خپلواک، د یوې سرتاسري سولې څخه برخمن او د اشغالګرو وروستی عسکر مو هم له هیواد وتلی وي.

اختر مو مبارک او بختور شه هره شيبه مو د خوښۍ ډکه !
په درنښت

د عزم خپلواکې وېب پاڼې ادارې لخوا

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button