غزل

سپين تنکي لاسونه ولچکونو نه راووتل
زيري د سبا له تورتمونو نه راووتل

اوس به چاپېريال په ښکلا ګانو باندې ښکلی شي
ښکلي ښکلي خلک زندانونو نه راووتل

ما ليدل رسا د ظالم سر باندې ورپرېوتل
کله چې اهونه له ظلمونو نه راووتل

څه لاسته راوړل خو په خوبونو باندې نه کيږي
څه لاسته راوړل خو زندانونو نه راووتل

نه کيږي چې جوړ شي تاريخونه ورځ او مياشتو کې
دا جوړ تاريخونه له کلونو نه راووتل

نن مې په دريمه ورځ له سره اختر ولمانځه
نن چې ارمانونه ارمانونو نه راووتل

شوې مې چې نصيب مشفقه غم کې د خوښۍ شيبې
ځکه مې شعرونه له خيالونو نه راووتل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: