فاتحانه ماته او فاتحانه بېرته راتګ!

 

په ۲۰۰۱م کال کې چې د امریکایي یرغل له امله د افغانانو حکومت (اسلامي امارت) ړنګ شو، خو طالبانو یې په مقابل کې د تسلیمۍ پر ځای د مقابلې میدان ته ودانګل.
هغه وخت که ځینو د امریکایي زور و زر ړانده کړو وګړو دا د طالبانو بشپړ ورکاوی ګاڼه، خو هغه وخت هم ځینو بیا له ښارونو غرونو ته د طالبانو شاتګ ته د «فاتحانه ماتې» اصطلاح کاروله. ځکه طالبانو، په اصطلاح د یوه لوی نړیوال یرغلګر قوت په وړاندې د تسلیمۍ پر ځای د تازه دمې مبارزې لپاره شاتګ کړی و.
د نن ورځې خبر دی او ویډیو کې لیدل کیږي چې طالب پلاوی د خپلو زنداني ملګرو د خلاصون لپاره کابل ته تللی او څرخي پله دروازې ورته خلاصې شوي.
که تر پرونه طالب د څرخي او باګرام زندان ته زنداني وړل کېده؛ خو نن ترې خپل ملګري په هسکه غاړه راباسي.
که پرون له کابله طالب شاتګ ته اړ شوی و؛ سبا به ان شاءالله کابل ته بېرته فاتح ننوزي.
که د چا باور نه راځي، مه یې ګرموئ، د دوی خو د طالب د دې بې ساري مقاومت کول او نړیوال شیطاني اشر ته ماته ورکول هم زړه ته نه لوېدل؛ دوی یې هله مني، چې په ژوندی بڼه یې وویني!

ټوله حمد و ثنا غالب خدای لره ده!

محمد آصف آزاد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button