محبه! ته نجیب څه پیژنې؟ هغه اتل، بوتل او که قاتل ؤ؟

 

دکتور هاتف مختار

په افغانستان کې ډیره کمه فیصدي خلک د نجیب ملاتړ کوي، دومره چې هېڅ په حساب نه ارزي.
په دوی کې دوه ډوله خلک دي، یو یې هغه چې د نجیب په جنایاتو اعتراف کوي او وایي چې نجیب رښتیا هم یو قاتل او خائن وو خو د خپل ملاتړ لپاره دا دلیل وړاندې کوي چې زموږ او ستاسو د همیشني دښمن (پاکستان) خلاف وو او په افغانستان کې یې د دوی د لاسوهنو مخه ډب کوله، نو تاسو او خدای، دا به څومره معقوله وي چې د زرګونو افغانانو قاتل ته دې له دې امله بښنه وشي، چې هغه دې تش د پاکستان په خلاف د سټیج په سر شعارونه زمزمه کړي وي؟
یو څوک چې رښتیا د خپل وطن له غمه مړ وي، هغه به په یوه ورځ زرګونه د خپل ولس کسان په شهادت ورسوي؟ موږ دومره سادګان ولې شو چې فقط د څو شعارونو په بدرګه د زرکونو افغانانو وینې خپل دښمن ته وروبښو؟ نه هېڅکله نه، دلته هر چا د خپل جرم سزا لیدلې او نجیب هم د زرګونه افغانانو وینې د دار تر پړي ورساوه.
دوهمه ډله خلک هغه دي چې نوي ځوانان شوي او عمرونه یې د ۲۰ یا ۲۲ کالو ترمنځ وي، دوی ته په غیر شعوري ډول نجیب د یو اتل په توګه معرفي شوی، دوی ته د نجیب د هېڅ کوم قتل کیسه نه ده شوې، دوی هېڅ کوم بچی نه دی لیدلی چې پلار یې د نجیب تر تیغ تیر شوی، دوی هغه هدیره نه ده لیدلې چې په یوه ورځ د نجیب له خوا له مړو ډکه شوه، دوی فقط د نجیب هغه یو څو ویډیویي کلیپونه لیدلي چې په هغه کې د پاکستان په خلاف غږیدلی، زه یې د دې مخالفت په اړه هم زیات شکونه لرم.
د نظر محمد مطمئن خبره هغه ځوان چې اوس پیدا شوی او ۲۰ کاله وروسته د امریکا په خلاف د حامد کرزي ځیني ویډیوګانې وګوري او د خپل ولس په حال یې د اوښکو ډکې سترګې وویني، آیا د ذهن په تخته به یې د یوه اتل او هیرو په صفت نشي ثبت؟ طبعي خبره ده او انکار ترې کیدای نشي خو د حامد کرزي غدر له دې وطن سره له هېچا پټ نه دی، نن چې وطن په کوم حال دی، په دې کې لوی لاس د همدې راتلونکي ځوان نسل د ایډیال حامد کرزي دی، د نن ورځې پیدا شوی هلک چې ۲۲کاله وروسته د اشرف غني خلاصه سینه وویني او د خپل ولس سره د مینې د اظهار ویډیویي کليپونه یې تر نظر تیر شي، هرو مرو به متأثره کیږي او وطن پلورونکی خائن غني به یې ذهن ته سم معرفي کیږي، خو دا واورئ چې دا رکم خلک په ټولنه کې ډیر کم وي ځکه دوی له واقعي تاریخ سره نا اشنا وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button