دفاع وزارت وایي پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژل شوي

عزم(جمعه، ۹ غبرګولی ۱۳۹۹): د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې طالبانو د سرحدي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۴ سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي، خو وایی چې د یادو ځواکونو په ځوابي برید کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

که څه هم طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی وو چې حکومتي ځواکونو هغه مهال یعنې د اختر په لومړیو دریو ورځو کې هم هوایي بریدونه کړي وو خو اوس فواد امان طالبان په اوربند ماتیدو تورن کړي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې د ډنډي پټان ولسوالۍ اړوند مقبلو تنګي یې په نویو اچول شویو پوستو دفاعي حمله کړې چې ۲ پوستې یې ویجاړې کړي،۱۴ عسکر یې وژلي، یو تن یې ژوندی نیول شوی، ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي دي.
مجاهد ویلي چې په دغه جګړه کې یې ۲ ملګري هم وژل شوي دي.

طالبانو حکومت په دې تورن کړی چې په دې وروستیو کې پرلپسې هڅه کوي تر څو د دوی سیمو ته خپله سلطه وغزوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button