زنداني وروره ! ازادي دې مبارک شه!

ابو صهیب حقانی
ژباړه سعد کټوازی
هغه ورځ هم يو حالت و چې ته يې پر اسارت يووړې، په ځنځير در اچولو يې ستا لاس او پښې زولانه کړل، په بدني لحاظ يې شکنجه او په رواني لحاظ يې درته تکليف درکړ او په تر لاسه کېدونکو خبرو کې تر ټولو بوږنونکی خبر ستا د اسارت خبر و، د سنګر له ملګرو ستا تر درنې کورنۍ، مور اوپلار، دوستانو او خپلوانو پوري ټول اندېښنې او خواشينۍ په مخه کړي و او ستا د تنکيو ماشومانو ليدو د انسان سينه کبابوله او د هر ليدونکي په سترګې يې له اوښکو ډکولې.
خو هغه ورځ هم يو حالت و چې ټول ستا د خلاصون په انتظار کې له نارامۍ يې سر له پښو نه سره پېژندل، له خوښۍ په څرمن کې نه ځائېدل، سپين سرې مور او سپين روبی پلار جان دي له خوښۍ ژړا ليري نږدې ته تليفون کاوه چې زما يوسف نور راخلاصېږي، دوستانو او يارانو ستا کورنۍ او خپلوانو ته د مبارکۍ سترګي غړولې چې دا دواړه حالتونه پر تا تېر شول.
لومړي حالت صبر غوښت چې الله تعالی تاته در کړ او دوم شکر غوښت چې بايد شپه ورځ يې د پر ځای کولو هڅه او د هغه ذات شکر بايد وشي چې ته يې د خپل دين د خدمت وړ بللی او په خپلو ازمويښتونو کې يې ستا نظر بريالی، سرخرويه، روغ او سرلوړی ساتلی و.
د قطر په دوحه کې د تېر کال کب مياشتي لسمي د اشغال پای ته رسېدو په تړون کې يو د ډېري خوښۍ وړ ماده همدا د ويښو ازادي موندونکو خلاصون و چې د حقي لاري ټولو مبارزېنو د ډاډ لامل شو، هغه ورځ چې ياد تړون لاسليک کېده، د دوحې له شيراټون هوټل څخه د پروان بګرام، د کابل څرخي پله او د کابل ادارې هر بدنام زندان پوري همغه د بريا د تکبير ناره د خدای ج د لاري هر خوشي شوي او بندي مجاهد، ولس او د هغوی د ملاتړو (در نوردیده، و در چشم)په سترګو کې څرګندېده، پر باطل باندې د حق د رښتونې بريا له اندازې زيات يخوالي او خوږوالي احساس يې کاوه، بلکې لا ويې ليده.
خو په خواشينۍ سره چې د کابل ادارې پر خپل ټول توان د بندي مجاهدېنو په خلاصون کې سستي وکړه او له ټاکلې مودې چې بايد پکې بنديان خوشي شوي وای ډېر وروسته يې خلاص کړل، هيله لرو ټول اسير مجاهدين څومره چې زر وي بايد خلاص کړل شي، مګر په ټوله کې د اسلام دغو ويښو ځوانانو محض ازادي چې د ګران ژوند يوه برخه يې د کابل ادارې بدنامو زنداندانونو د تنګو او تياره کوټو او پنجرو شاته تېره کړه د سولي پروسه به لا پسې ګړندۍ کړي او که اشغالګر او د کابل اداره رښتياهم هېواد ته د رښتونې سولي او ارامۍ راتلو په لاره کې ستونزه نکړي را منځته، د دوحې تړون توافقاتو ته په درناوي نور د هېواد په ازادۍ او افغانستان عزتمني او مظلومي خاوري ته د باعزته سولي راتلو کې ستونزه جوړه نشي او پرېښودل شي چې د تړون له مادو سره سم کار وشي غوره به وي او ان شاءالله يوه ورځ به د افغانستان ټول عزتمن ولس د اشغال له لاسو د خپلي خاوري په ازادېدلو رښتونې خوشالي يو له بل سره ولمانځي.
تاسو وېښو خلاص موندونکو ته چې د الله د لاري په جهاد کې ټولي قربانۍ او ستونزي به مو د هېواد په زرين تاريخ کې ثبت شي، ستاسو راتلونکي نسلونه به مو پرې ښه او پر وياړ يادوي او ستاسو د ټولو ستونزو ګاللو بدله يواځي الله تعالی در کولای شي، يوځل بيا د خلاص په مناسبت تبرېکي ويلو سره ستاسو له لاري ستاسو ټولو متعلقېنو او خپلوانو ته د خپلو تبريکيو وسيله ګرځو او زرده چې ان شاءالله د شهيدانو د وېنو، په دې لاره کې د ځخميانو او ناروغانو د ځخم او درد، ستاسو او نورو وېښو ازادي موندونکو، مهاجرينو او د الله تعالی د لاري مبارزېنو د ګاللو تکليفونو لړۍ ارزښتمنه ثمره به د سر پر سترګو وېنو او د جهاد او خپل پاڅون د بريا شاهد به يو.
دغه نظم، اخلاص، اطاعت او فرمانبرداري چې تاسو وښوده او هغه ټينګ هوډ، صبر، زغم، بردباري او استقامت چې د زندان په اوږدو کې مو د الله تعالی د رضا لپاره وزغمل او دا چې د خلاصون پر مهال هم د مېړاني او شهامت شوق په ځان کې وينی، تاسو او د خپلو مشرانو بشپړ اطاعت مو په خپل ژوند کې د برياليتوب د بنسټ په توګه پېژندلی او د رسنيو پر وړاندي مو بيا بيا د اطاعت او زړورتيا خبري وکړې دا ټول خورا زيات اجر له ځان سره لري او که خدای کول له اصولو او د خپلو مشرانو له لارښوونو او اطاعت سره سم تر وروستي برياليتوب پوري دا څو ورځي هم په ژوند کې له خوښۍ او برياليتوب سره تېري کړئ او ډاډه اوسئ چې دغه سپېڅلی صف د وياړ لوړي څوکي ته تر بل هر وخت نږدې او ان شاءالله ټول به د ازادۍ ترانه په ګډه زمزمه کړو.
خدای ج په ساتنه کې بريالي، ازاد او سرلوړي اوسی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button