ارګ:د ګډامنیت، ارزښتونو او موخو ته د رسیدو پخاطر له اروپایي ټولنې سره تر پخوا زیات ژمن یو

د ارګ اعلامیه وایي چې اروپایي ټولنې په تېرو دوو لسیزو کې له ترورېزم سره ګډه مبارزه کړې او ډېرې قربانۍ یې ګاللې دي او په خبره یې چې «دا د دې لپاره و، چې اروپا او د سیمې او د نړۍ نورو هیوادونو ته ګواښ رامنځته نه کړي».

عزم (شنبه،۱۰غبرګولی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې طالبانو د اروپایي ټولنې اعلامیې ته غبرګون وښووده او په شدت سره یې ددغې ټولنې څخه وغوښتل چې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي، ارګ په یوه تازه اعلامیه کې د دغې ټولنې له دریځ څخه تود هرکلی کړی او دا یې د ارزښتونو د ملاتړ هڅه بللې ده.
ارګ ویلي له ناټو سره د ګډ امنیت په برخه کې ځانګړې اړیکې لري او داچې « د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره چې د اروپایي ټولنې هیوادونه یې غړیتوب لري، د ګډ امنیت د تامین په موخه دوستانه، صمیمانه او دوامداره مناسبات هم لري.»

د ارګ اعلامیه وایي چې اروپایي ټولنې په تېرو دوو لسیزو کې له ترورېزم سره ګډه مبارزه کړې او ډېرې قربانۍ یې ګاللې دي او په خبره یې چې «دا د دې لپاره و، چې اروپا او د سیمې او د نړۍ نورو هیوادونو ته ګواښ رامنځته نه کړي».

دکابل حکومت ویلي دي چې د ګډو ارزښتونو د تقویت او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو ستراتېژي په خپل ځای ده «او دغه تلپاتې او دوامداره مرستې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره موږ د پخوا په پرتله لا زیات ژمن کوي.»
ارګ د اروپایي ټولنې د وروستي تصمیم په ځانګړي ډول د ډیموکراسۍ د تقویت، بشري حقونو، پایداره انکشاف او د ښځو حقونو په برخو کې د ملاتړ څخه مننه کړې او ددغې ټولنې لخوا یې د هغې پریکړې هرکلی کړی چې « په راتلونکې کې خپل سیاسي او مالي ملاتړ د جمهوري او ډیموکراتیکو اصولو او ارزښتونو په ساتنې او د هغو پر لا زیات تقویت پورې مشروط کړی دی»
خو طالبانو بیا په څرګندو ټکو پر یاده ټولنه غږ کړی دی چې« د امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي. د راتلونکي نظام په هکله به پخپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی. هیله ده چې ټول خپلو ژمنو ته متعهد پاته شي، د عدم مداخلې بین المللي اصل مراعات کړي او د سولې پروسه زیانمنه نکړي»

طالبانو ویلي،چې په ځلونو یېپخپلو بیانیو کې ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پیچلې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: