بدخشان: طالبانو د داعش ډلې اربکی قوماندان وژلی

عزم (دوشنبه،۱۲غبرګولی، ۱۳۹۹):طالبان وایي چې د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې اړوند یو اربکی قوماندان په مخامخ برید کې وژلی دی.
د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پیښه تیره شپه دیادې ولسوالۍ اړوند “باشند” سیمه کې رامنځته شوې او پر مهال یې« د محلي اردو د ۱۰۸ نفري کنډک قومندان محمدامین چې په عین حال کې د کابل ادارې لخوا په سیمه کې د داعشي فعالیت لپاره هم په کار ګمارل شوی و، د اسلامي امارت د مجاهدینو په یوه برید کې ووژل شو.»
خبرپاڼه زیاتوي، دغه قومندان له خپلو افرادو سره غوښتل چې په سیمه کې طالبانوته ماین ځای پرځای کړي، چې دطالبانو لخوا د تر وخت وړاندې نیول شوي کمین ښکار او یو ساتونکی یې هم ټپي شو.
طالبانو خبر ورکړی چې د محلي اردو له یاد قومندان سره یې د داعش اړوند بیرغونه او تبلیغاتې پاڼې هم نیولې چې ترې جوتیږي د کابل حکومت لخوا په بدخشان کې د داعشي فتنې د بروز لپاره هڅه روانه ده.
په بدخشان کې د کابل ادارې د محلي اردو قومندان محمدامین چې د داعش لپاره يې هم فعالیت کاوه، قتل شو https://t.co/ZdeLpzoK60 pic.twitter.com/EvaRvdLHLw
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 1, 2020
تر اوسه د بدخشان سیمیزو چارواکو او د ملي دفاع وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په تیر کې په ځلونو د حکومت او امریکایي ځواکونو لخوا د داعش ډلې هوایي او ځمکنی ملاتړ شوی او د طالبانو پر وړاندې ترې د یوې مهمې ابزاري پوځي قطعې په توګه ترې کار اخیستل شوی دی.