امریکا کې د پراخو اعتراضونو څپه سپینې ماڼۍ ته په نږدې کیدو ده

عزم (دوشنبه،۱۲غبرګولی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې امریکا کې یوه سپین پوستي پولیس یو تور پوستی امریکایي وګړی وواژه او ویډیو یې رسنیزه شوه، د امریکا په داخل کې یې پراخ اعتراضات را پارولي دي.
د خبرونو تر مخه دا مهال د امریکا په 140 ښارونو کي سرتاسري مظاهرې روانې دي چې په کې سپين پوستي،تورپوستي اونور اقلیتونه شامل دي.

رسنۍ وایي چې دا مهال په ۲۱ ایالتونو کې د امریکا ملي ګارد فعاله شوی او ګڼو سیمو کې پولیس د لاریون کوونکو په کابو کولو کې پاتې راغلي .

د خبرونو تر مخه، د لاریونونو څپه سپینې ماڼۍ ته په نږدې کیدو او داسې ښکاري چې دا پارونکې څپې د عربو د پسرلي لاریونونو ته ورته یو انقلاب دی.

د امریکا ولسمشر د لاریونوالو د نیولو او پرځولو امر کړی او د دې لاریونونو پړه یې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند جوبایډن پر غاړه ور اچولې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button