غزل/ انس حقاني

انس حقاني
چې هیڅ دریځ نه لري هره ورځ امیر بدلوي
هغه ناکام دی چې شیبه شیبه مسیر بدلوي
ثبات نږه مسلماني ده د ایمان نښه ده
هغه نفاق دی چی هرچاته خپل تصویر بدلوي
د ګل څنګ نیسه! له اغزیو څخه لیرې ګرځه
صحبت د ښو، بدو اثر لري ضمیر بدلوي
عمل کوه، د ستونزو حل په ناسته مه لټوه
یاره فتوا زه درکوم، تدبیر تقدیر بدلوي
ژوندون ازمون دی، که بیدار نه وې ناکام یې اشنا
د نفس ځواک دې ازاد عقل په اسیر بدلوي
عروج کولی نشي لا به تنزل وکوي
انسه څوک چې بې غرضه کامل پیر بدلوي