راتلونکو ورځو کې د یو شمېر نورو بندیانو د خلاصون هیلې شته: سرچینې

عزم (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۹): د طالبانو سرچینو عزم ته ویلي چې تر څو ورځو وقفې وروسته هیله شته په راتلونکو لنډو ورځو کې یو شمېر نور طالب بندیان هم خوشي شي.

عزم ته له زندانه په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو د پلاوي غړي د محبس د ریاست په جومات کې له خپلو بندیانو معلومات کوي، او مشکلات یې اوري. د طالبانو یاد پلاوی د اختر له څلورمې راهیسې د بندیانو د تصدیق، تثبیت او په تخنیکي برخه کې د هغوی ستونزو ته د رسیدګي لپاره په کابل کې دی.

د حکومت لخوا د بندیانو د خلاصون لپاره د مؤظف شوي کمېسیون مشر، انتظار خادم، هم عزم ته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به نور بندیان هم خوشي شي.

د یادونې وړ ده، د اختر په ورځو کې د طالبانو لخوا د اوربند د اعلان په غبرګون کې د کابل حکومت مشر اشرف غني وویل چې شاوخوا دوه زره طالب بندیان به خوشي کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند په خبره، تر دې دمه د دوی ۲۲۸۴ بندیان خوشي شوي دي. حکومت د خوشي کړو طالب بندیانو شمېر تر دې زیات ښيي.

په دې وروستیو کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر حکومت او طالبانو دواړو باندې غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې دې د شپږو زرو بندیانو د خلاصون پروسه ژرترژره بشپړه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: