د مسلمان د غیرت حقیقت

ليکنه: محب الله

لومړۍ نړیواله جګړه چا پیل کړه ؟ مسلمانانو ؟
دویمه نړیواله جګړه چا پیل کړه ؟ مسلمانانو ؟
20ملیونه د استرالیا اصلي اوسیدونکي چا ووژل ؟ مسلمانانو ؟
د جاپان دوه ښارونه هیروشیما او ناګاساکي چا په ایټمي بمونو وویشتل ؟ مسلمانانو ؟
تر 100ملیونه زیات سورپوستي هندوان په شمالي امریکا کې چا ووژل ؟ مسلمانانو ؟
په جنوبي امریکا کې تر 50 ملیونه زیات سورپوستې هندوان چا ووژل ؟ مسلمانانو ؟
له 180 ملیونه زیات افریقایان چا غلامان ګرځولې وو ، 88% یې مړه شول او ټول داتلانتک بحیرې ته وغورځول شوو هغه جنایت چا وکړ ؟ مسلمانانو ؟!
په برما کې په زرګونو مسلمانان څوک وژني؟مسلمانان؟
په فلسطین کې یې څوک وژني؟ مسلمانان؟
او همداسی نور؟؟؟!!!
دا ټول ستر او تاریخي جنایتونه یو هم مسلمانانو نه دي کړي، موږ باید د تروریزم مفهوم په سمه توګه وپیژنو، که یو نا مسلمان کوم جرم وکړي، هغه یوازي جرم بلل کیږي او همدا جرم که مسلمان وکړي؛ نو دا ترور بلل کیږي! نن په نړۍ کې هغه د یو بام او دوه هواوي خبره ده او د حقیقي تروریستانو د څیرو د پټولو هڅې رواني دي.
اسلام خو له اوله د بې ګناه خلکو له وژلو منع فرمایلي. نن هر ملک تروریزم له خپل عینکو ګوري که د اسلام له عینکو یې وګورې؛ نو د ټولو نه غټ تروریستان اسرائیل(یهود)، امریکا او غربیان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button