سوریه کې ګڼ شمیر ایران پلوې افغاني ملیشې وژل شوي

عزم (یکشنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۹):سوریه د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې تیره شپه ددغه هیواد په دیر الزور ولایت کې پر ایران پلوه افغاني ملیشو چې د “فاطمیون لیوا” په نوم پیژندل شوی ځواک دی، هوایي بریدونه شوي چې ګڼ شمیر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

فرانس پریس خبري اژانس د یادې د ډلې د راپور په استناد ویلي، د ایران پلوه افغاني شیعه ملیشو په مرکزونو ۸ جلا هوایي بریدونه ترسره شوي‌ چې په نتیجه کې یې ۱۲ تنه جنګیالي وژل شوي او ګڼ نور ژوبلیدلي دي.

د بشري‌ حقونو د څار مرکز چارواکو یاد آژانس ته ویلي، تر اوسه په څرګنده توګه نه ده جوته شوې چې بریدونه کوم هیواد کړي، خو نښې نښانې ښیي چې د ښایي داسرائیلي الوتکو لخوا ترسره شوي‌ وي.

د فرانسې خبري آژانس وایي، تر برید څو ګړۍ وړاندې سیمې ته تازه دمي ایراني‌ ځواکونه استول شوي وه، چې ښایي د برید هدف همغه جنګیالي وه.

د یادونې وړ ده چې ایران په سوریه کې له څو کلونو راپه دې خوا د افغان شیعه کډوالو ځوانان د داعش او نورو وسلوالو ډلو پرضد جنګوي او هغوی ته یې یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې د فاطمیون لیوا په نوم پیژندل کیږي.
یادو ملیشو تیره اونۍ د عمر بن عبدالعزیز مقبره هم ورانه کړه او دغه راز یې خورا نور بوږنونکي جنایات هم ترسره کړي دي.
د کابل حکومت شریک ونډوال شیعه مشر محمد محقق څوځله له یادو ملیشو خپل ملاتړ په ډاګه کړی او د هغوی قربانۍ یې ستایلې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: