د حج د مراسمو په پرونۍ پېښه کې ۶ افغان حاجيان هم وژل شوي

150924124937_hajj_640x360_afp_nocredit

کابل(عزم:جمعه،۳ تله ۹۴ ل) د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې تېره ورځ په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو په پېښه کې ۶ تنه افغان حاجيان هم وژل شوي دي.

 ددغې پېښې په اړه د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني رسنيو ته ويلي چې په مکه مکرمه کې د شيطانانو د څليو د ويشتلو مراسمو کې په مړو او ټپيانو کې پنځه يا شپږ تنه افغان حاجيان هم شامل دي.

نوموړي وويل چې په دغه پېښه کې  هېله ده چې ډېر افغان حاجيان نه وي وژل شوي او داسې ويل کيږي چې په دغه پېښه کې ډیری هغه حاجيان وژل شوي چې په موټرو کې د شيطانانو د ويشتلو ځای ته تللي وي.
عثماني وويل چې ټول افغان حاجيان په لاسونو کې د اور ګاډي لاسبندونه لري او دوی د اور ګاډي له لارې دغه ځای ته سفر کړی و.

تېره ورځ د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې په منی کې د ګډوډيو او ټېل ماټېل له امله ۷۱۷ تنه حاجيان مړه او ۸۶۳ نور ټپيان شوي دي.

نږدې درې ميليونه حاجيان پرون په منی کې د شيطان د ويشتلو په سيمه کې راغونډ و چې د ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل له امله دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سعودي چارواکو ويلي چې حاجيانو له ټاکلو لارښوونو سرغړونه کړې نو ځکه دومره مرګ ژوبله اوښتې ده او يو د بل تر پښو لاندې شوي دي.

د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد رسنيو ته په ليږلي خبرپاڼه کې ددغې پېښې په اړه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې اسلامي امارت د حج د مراسمو له تنظيموونکو څخه هيله کوي چې د حج په مراسمو کې هغه لاملونه چې د خلکو د مړينې سبب ګرځي پيدا او د حل لارې چارې يې ولټوي.

طالبانو ويلي چې مونږ د اختر د مبارکو شپو ورځو په خوښيو کې ددغو وژل شويو حاجيانو له کورنيو سره په دغه خواشينيو کې ځان شريک بولو او ټولو ته د الله ج له دربار څخه د جميل صبر هيله کوو.

عبداللطيف نظيف 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button