نورستان کې يو اربکی قومندان او ننګرهار کې دوه عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي

عزم (دوشنبه، ۱۹غبرګولی، ۱۳۹۹): طالبنو ويلي پرون يکشنبه د نورستان ولايت اړوند دواب ولسوالي کې د اربکيانو یو تن ځايي عمومي قومندان له دوی سره يو ځای شوی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:
“تیره ورځ د نورستان ولایت دوآب ولسوالۍ بجګل سیمه کې د شفیع په نوم د اربکیانو عمومي قومندان د حقائقو په درک کولو او د جلب و جذب مسئولینو په هلو ځلو سره له خپلې دندې لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شو.
مسئولینو یې هرکلی وکړ.”
همداراز د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د کابل ادارې اړوند دوه تنه عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي.
ښاغلي مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:
“نن ورځ د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲ تنه عسکر (روح الله او عبدالغفور) د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.
د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ.”
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له خوا د عمومي عفوې تر اعلان وروسته تقريبا هره ورځ، د کابل ادارې اړوند ګڼ شمېر لوړ رتبه او ټيټ رتبه عسکر له طالبانو سره يو ځای کيږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button