د پاکستان د پوځ لوی درستیز له اشرف غني او عبدالله سره په جلا جلا توګه وکتل

عزم (سه شنبه، ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۹):له ارګ او سپیدار ماڼیو په خپرو شویو اعلامیو کې ویل شوي چې نن د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه او ورسره پلاوي یې له افغان چارواکو سره ځانګړې لیدنې کړې دي.

ارګ ویلي، په دغه کتنه کې د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي.
ارګ وایي چې باجوه ورته ویلي، هیواد یې د خپلواک او ولسواک افغانستان او جمهوریت ملاتړ کوي.

د سپیدار ماڼۍ اعلامیه کې بیا راغلي چې باجوه ډاکټر عبدالله ته ویلي چې پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل غوښتونکی دی او افغانستان کې سوله د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه بولي.

پاکستاني خبریال آیازګل ویلي چې پاکستاني جنرال
داکتر عبدالله ته د سولې په برخه کې د مرستې ژمنه ورکړې، له افغان مشرانو سره د پولو پر ثبات غږیدلی، د افغان کډوالو موضوع یې ورسره څیړلې او هم یې افغانستان کې د روانې شخړې د ختمیدو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې اشرف غني د خپل واک په تیره موده کې پاکستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځونې د منلو ترڅنګ ګڼ امتیازات ورکړل او کابل کې د پاکستاني بندي طالبانو د ورسپارلو او د هغوی دجنګیالیو د وژلو په ګډون یې له دغه هیواد سره د استخباراتي مالوماتو د شریکولو څو تړونونه هم لاسلیک کړل، چې له دې ټولو سره سره بیا هم د کابل او اسلام آباد اړیکې خړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button