طالبانو ارزګان ولایت کې ۱۵ تنه عسکر خوشې کړي

عزم(سه شنبه، ۲۰ غبرګولی ۱۳۹۹): طالبان وایي د بندیانو د خوشې کیدو په روانه لړۍ کې یې نن د ارزګان په ولایت کې د کابل ادارې ۱۵ تنه عسکر او پولیس خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي «‏نن هم د ارزګان په ولایت کې د افغانستان د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۱۵ تنه عسکر او پولیس خوشې شول.»

شاهین ویلي د تیر په څیر هر یوه تن ته ۵۰۰۰ افغانی او نوې جامې ورکړل شوې او خپلو کورنیوته ولیږل شول.

دا په داسې حال کې دی چې همدا تیره شپه دولت هم ۷۸ تنه طالب بندیان د باګرام له زندان څخه خوشې کړي وو او د طالبانو هیئت ویلي وو چې ښایي نن ورځ د یو شمیر ولایتونو له زندانونو څخه هم څه بندیان خوشې شي.

تمه کیږي چې ډیر زر به هغه شمیرې پوره شي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په تړون کې له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د ۶۰۰۰ بندیانو خلاصون پریکړه شوې وه او تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله هم تیره ورځ دغه خبره کړې وه.

عبدالله ویلي وو ډیر زر به هغومره بندیان خوشې شي چې طالبانو او دولت ته د منلو وړ وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button