افغان سفير، که د ایراني جنایاتو توجیه کوونکی مدافع ؟!

شاهد (غزنیوال)
د ایران په یزد کې د ایراني ځواکونو په لاس د افغاني مسافرینو د سوځولو له بوږنوونکې پیښې څخه نیږدي یوه اونۍ تیریږي چې لا هم د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د افغانانو لخوا د هغې په غبرګون کې اعتراضي لاریونونو کیږي او دا بشرضد جنایت غندي.
د دې جنایت په خلاف را وتلي لارویان تر ایراني ځواکونو زیات په تهران کې د میشت سفیر ښاغلي لیوال چلند ډیرغندي او هغه د ټول باوقاره افغان ولس د وقار او شهامت ترپښو لاندې کول ګڼي.
خو پاریدلي لارویان له دې ناخبره دي چې ښاغلی لیوال د هغه ناتوانه حکومت استازی دی کوم چې د هیواد په داخل کې یې بهرني ځواکونه رسمي دولتي قطعات ورته بمبار او په لسګونو عسکر یې ور و وژني مګر دوي یې له قاتلینو څخه د قتل پوښتنې په ځای هغوی ته د تر سره کړي جنایت مجوز لټوي.
په تهران کې د کابل حکومت سفیر ښاغلی لیوال په یزد کې د ایراني ځواکونو په لاس د سوځول شویو افغانانو د بوږنوونکي پیښې په اړه کټ مټ د خپل بیوسه حکومت رول تر سره کړ او هغه په دې ډول چې لومړی یې د یادې پیښې د بي اهمیته ښودلو په غرض بهرنیو چارو وزارت ته د هغې په اړه د یوې عادي ترفیکي پیښې په حیث خبر ورکړ چې له امله یې دری تنه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ښاغلي لیوال د همدي معلوماتو پر اساس په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلامیه ترتیب او له رسنیو سره شریکه کړه.
خو وروسته چې کله نړیوالو رسنیو د ایراني ځواکونو په لاس د ویشتل شوي موټر لمبې او په هغه کې د وریتیدونکو انسانانو ژوندي تصویرونه خپاره کړل، ښاغلي لیوال درک کړه چې که دوي هرڅومره د پیښې د بي اهمیته ښودلو هڅه وکړي خو د انسانانو سوځول عادي خبره نه ده چې پټه پاتي شي،هماغه و چې د خپل وزارت د رسمي اعلامي برخلاف یې یاده پیښه د ایراني ځواکونو د په نښه کولو له امله رامنځته شوي حادثه وبلله خو بیا یې هم دا وراضافه کړه چې موټر د ایراني ځواکونو تر په نښه کولو وروسته د سرک د غاړې له استنادي مانع سره د تصادم په نتیجه کې اور اخیستی.
خو په تصویرونو کې ښکاري چې موټر په برابر استقامت د سرک پر غاړه ولاړ او لمبې پري بلیږي، که واقعا هم هغه له کوم مانع سره تصادم کړی وای هغه به خامخا یا اوښتی او یاهم کم ترکمه له خپل مسیر نه منحرف شوی و.
په هرصورت کله چې ښاغلی سفیر په پیښې کې د سوځیدلو افغانانو لیدو ته ورغی هلته نورهم د دې په ځای چې د خپل ټپی هیواد وال تسله او د خپل دیپلوماتیک مسؤلیت په توان کې د هغه له مظلومیت نه دفاع وکړي ، د ایرانیانو لخوا سخت توهین شو او په داسې حال کې د سوځیدلي معصوم افغان سرته ودرول شو چې د هغه سوځیدلی لاس زولانه او د روغتون په کټ پوري تړل شوی و.
د کابل حکومت له سفیر سره د ایراني چارواکو دا توهین آمیزه چلند یواځې د ښاغلي لیوال توهین نه ؛ بلکې د ټول باوقاره میړني افغان ولس قصدي او پلان شوی توهین دی.
ځکه که دا پلان شوی توهین نه وای نو کم ترکمه د څو محدودو دقیقو لپاره خو به یې د ښاغلي سفیر!!! د ورتلو په مهال د سوځيدلي معصوم افغان له لاسه زولانې خلاصي کړې وي.
خو له بده مرغه ښاغلي لیوال د دې په ځای چې دا پلان شوی توهین یې درک کړی او په غبرګون کې یې خپل دیپلوماتیک انزجار ښودلی وای له ایراني رسنیو سره یې په څرګندونو کې د یادې پیښې د عاملینو د جنایت توجیه کولو په ترڅ کې داسې و ویل:
(( دا موټر د انساني قاچاقچیانو اړوند و چې زمونږ هیوادوال یې لیږدول، خو کله چې ایراني ځواکونو د توقف امر ورته وکړ ، دوی ونه مانه او د ځواکونو لخوا په نښه شول)).
دلته دوې خبرې د دقت وړ دي :
لومړی دا چې د پیښې په هماغو لومړیو شیبو کې دا ادعاء کول چې دا د انساني قاچاقچیانو اړوند موټر و له حقوقي لحاظه بلکل یوه غلطه ادعاء ده چې ښاغلي لیوال ته د ایراني چارواکو لخوا صرف هغوی ته د برائت ورکولو په غرض په خوله کې ورکړل شوه.
ځکه انساني قاچچیان تر ښاغلي لیوال ډیر هوښیار او هیڅکله قاچاق شوي انسانان په هغو رسمي لارو نه لیږدوي کومې چې د امنیتي چارواکو تر نظارت او کنټرول لاندې وي.
دوهم په فرض محال که د ښاغلي لیوال د ادعاء مطابق دا موټر د انساني قاچاقبرو مربوط هم وي ، ایراني ځواکونو یې د ویشتلو حق نه درلود، ځکه له حقوقي لحاظه د انسان قتل د هغه تر قاچاق ستر جنایت دی، هغوی کولای شوي بغیرله فیرکولو یاد موټر د امنیتي وسائلو په وسیله تعقیب او په مناسب ځای کې یې موټر چلوونکی او سورلۍ ټول سالم نیولي وای.
ځکه یاد موټر په ناقانونه قاچاقي لارو نه ؛ بلکې د یزد په هغې عمومي شاهراه په حرکت کې و چې روزانه په زرګونه نقلیه وسائط ورباندي عبوراو مرور لري. ایراني ځواکونو کولای شوای د مخابروي تماس له لارې نورو امنیتي او ترافیکي ځواکونو ته اطلاع ورکړې وای او په مناسب ځای کې یې موټر له فیرکولو پرته توقیف او نیولی وای.
پایله:
د ایران امنیتي چارواکو لخوا په یوه میاشت کې د افغان مسافرینو خلاف دوه ځلې بشر ضد جنایت تر سره کول او په اړه یې د افغانانو د احساساتو هیڅ پروا نه کول له شکه پرته چې د انسانیت او همجواري د ټولو اوصولو خلاف وحشیانه عمل دی.
د ښاغلي لیوال په شمول افغان دیپلوماتیک چارواکي چې پوهیږي د ایران د دغه ښکاره او بربنډ جنایت په وړاندې د هیڅ کولو او هیڅ ویلو توان نه لري د خپلې همدغې بیوسۍ په نظرکې نیولو سره یې باید کم ترکمه دومره کړی وای چې د افغانانو د سوځوونکو او غرقوونکو مجرمینو د بشرضد جنایت په توجیه کولو سره یې د خپل با وقاره ولس مشاعر او احساسات نه وای زخمي کړي.
ځکه جنایت او د هغه توجیه کول له حقوقي او اخلاقي لحاظه خپله جنایت دي چې عاملین یې باید تر قانوني مؤاخذې لاندې ونیول شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button