غزل/ محسن

په کور وکلي او په ښار کې جوړ منبر په کار دی
د حــق داعــیانو فـدایانو سپین لښکر په کار دی

پــه ځـان مـغــرورو او بــې واکه غــلامانو لره
غاښ ماتوونکی ځــواب مست لکه د نر په کار دی

اغیار دې هيڅ فکر زمــوږ د ختــمېدو نه کوي
ورته په شانتې د منصور غوندې بل نر په کار دی

دا چـــې نـړۍ یـې غـــيرتونو تــه حيرانه پاتې
د تېر ثالـــث عــمر په څــېر رابـــع عمر په کار دی

دا چـي بـې باکه او بې ډاره ځـي تر داره پوري
یــا پــه اورو ځـــي تر معـشوقه بختور په کار دی

محسنه اوس هم لار ترې ورکه ده ځان نه پېژني
داســې پلورلو ته هـمداسي وار په سر په کار دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button