طالبانو دریو ولایتونو کې ۲۲تنه عسکر له بنده خوشي کړل

عزم (جمعه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۹):طالبان وایي چې نن یې د نورو ورځو په څیر په پروان،کاپیسااو سمنګان کې ولایتونو کې شاوخوا ۲۲تنه د ملي اردو عسکر او پولیس له خپلو بند خونو څخه آزاد او خپلو کورونیو ته لیږلي دي.
طالب ویاند سهیل شاهین وایي، آزادو شویو دولتي زندانیانو سره یې د معمول مطابق مرسته هم کړې ده.
د نورو ورځو په څیر نن هم په پروان،کاپیسااو سمنګان کې د کابل ادارې ۲۲ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له بند خونو څخه آزاد او خپلو کورونیو ته ولیږل شول. دوی ټولوسره د معمول مطابق مرسته وشوه.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) June 12, 2020
د یادونې وړ ده چې طالبانو تیره ورځ هم په میدان وردګو او غزني ولایتونو کې شاوخوا ۷۶تنه دولتي سرتیري له بنده آزاد کړي وه.
د درې زره طالب زندانیانو تر خلاصون وروسته د کابل حکومت په تیرو څو ورځو کې د نورو طالب زندانیانو د خلاصون عملي اقدام نه دی کړی خو مشرتابه یې تیره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ۲ زرو نورو طالب بندیانو له آزادۍ خبر ورکړی وو.