ایران افغان سفیر احضار او سخت خبرداری یې ورکړی

عزم (شنبه، ۲۴غبرګولی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو کې د ایراني رژیم پرضد لاریونونه وشول او دغه هیواد د افغان کډوالو په سوځولو، غرقولو او له هغوی سره په ناوړه چلند تورن شو، ایران یې په تړاو په تهران کې میشت افغان سفیر غفور لیوال ور احضار کړی او په دې هکله د اندیښنې ترڅنګ یې سخت خبرداری هم ورکړی دی.

فارس آژانس ویلي، ایران دا لاریونونه “توهین آمیزه”او د یوې ایراني ضده افغانې “ډلګۍ” کار بللی چې په وینا یې غوښتل یې د هغو افغانانو د وژنې په بهانه ایرانی رژیم بدنام کړي چې په دې وروستیو کې د قاچاق په تور د پوله ساتو ځواکونو لخوا په نښه او له وژل کیدو وروسته خپل موټر کې وسوځیدل.

آژانس وایي، دغه لیدنه کې د آسیا لپاره د ایران ځانګړي استازي سید رسول موسوي، افغان سفیر ته په کابل، مزار او نورو افغان ښارونو کې د ایران ضده لاریونونو په هکله خپله اندیښنه ښوودلې او دا کار یې د ایران پرضد یوه دسیسه بللې ده.

د ایران د دیپلوماسي د برخې ویاند سید عباس موسوي ویلي، مونږ به کله هم د خپل هیواد امنیت ساتنه هیره نکړو، قاچاق کونکو او د مخدره توکو لیږدونکو ته هیڅ اجازه نه ورکوو چې د ایران خاورې ته راننوځي او په وینا یې چې دا د تهران خپل حق دی چې څه ډول له ځانه دفاع کوي.

ایران له افغان سفیره غوښتي چې هرڅومره ژر خپل هیواد کې د ایران ضده لاریونونو، اعتراضونو د چوپتیا غوښتنه وکړي او نور ورته د منلو نه ده چې د څو تنو افغانانو د وژنې په پلمه دې ایراني ضده شعارونه بدرګه شي.
ایران چې یوځل یې په لسګونه افغانان په اوبو کې غرق کړل، بیا یې په اور وسوځول لا هم، د بښنې غوښتلو پرځای هڅه کوي افغانستان ته ګواښوونه ورکړي او آن د دې ډول پیښو د څیړلو اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د ایراني رژیم پرضد لاریونونو هغه مهال هم زور واخیست، کله چې روغتون کې سوځیدلو افغان ټپیانو ته د افغان سفیر د عیادت او ورتګ پر مهال د هغوی په لاسونو کې هتکړۍ پرتې وې، چې دا انځورونه ددې پرځای چې دې انځورونو له یوې خوا افغانان د ایراني رژیم پرضد راوپارول او له بل لوري یې د افغان سفیر د ضعیف ماموریت څرګندویي وکړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button