مزدورې رسنۍ او نوې کړنې!

عنایت الله خاموش
مزدورې رسنۍ د کاذب شهرت ترلاسه کولو په خاطر؛ داسې خبرونه، راپورونه، تبصرې او برنامې خپروي، چې بالکل افغان سوله باندې ښکاره یرغل دی. دوی د دې لپاره دغه ناوړه کړنه ترسره کوي، چې د پروپاګند له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې له لاسه ورنکړي. دغو رسنیو چې د اشغالګرو د تبلیغاتي بانډ له لوري تمویل کېدې او د افغان نوي نسل د ګمراه کولو، غلامۍ ته مشروعیت ورکولو، د اشغالګرو ملاتړ، د افغاني و اسلامي ارزښتونو د سپکولو او… په موخه یې کابو دا نولس کاله په داخلي او نړیواله کچه زهرجن تبلیغات خپاره کړل او له دې لارې به یې پیسې ترلاسه کولې. اوس د دې لپاره هم چې له یوه لوري خپل کاذب شهرت پیاوړی کړي او بل پلو ته د تمویل سرچینې له لاسه ورنکړي، داسې دروغونه او زهرجن نشرات خپروي چې سولې ته د افغانانو پر هیلو او خوښیو ښکاره یرغل دی.
د دغو رسنیو تمویل به پخوا د اشغالګرو له لوري کېده او ټول کارمندان یې داسې خلک وو، چې نه د ژورنالیزم اصولو ته ژمن ول/دي او نه هم د افغانانو په رښتینو ارزښتونو پُسخند وهل او د درواغو او فحشاء خپرول ورته کوم شرم او عار ښکاري. نو ځکه یې د وجدان پر پلورلو او افغان ارزښتونو پر ماتولو صرفه نه ده کړې او تل د ناچيزه مادياتو په مقابل کې پر باطله لار روان دي.
اوس چې سولې و امن ته د افغانانو هیلې پیدا شوې او په دې تمه دي چې په نږدې راتلونکي کې به له همدغو رسنیو څخه ښه زېری او د سولې خبر ترلاسه کړي، خو همدغه کاذبې رسنۍ پر داسې موضوعاتو لګیا او خبرونه ــ راپورونه پرې جوړوي، چي په ښکاره ډول د افغانانو پر هیلو او د سولې پر هڅو یرغل دی. د دغو رسنیو موخه د هیوادوالو ترمنځ د بې باورۍ، نفاق، نفرت او… رامنځته کول دي او په دې برخه کې پوره هڅه کوي، تر څو په افغانستان کې د مېشتو پرګنو ترمنځ داسې یو حالت رامنځته کړي، چې د سولې پروسه خنډنۍ او دوی خپل اهداف ترلاسه کړي. دغه رسنۍ اوس مهال د هغو کړيو له لوري اکمال او هڅول کیږي چې د افغانستان د روان بحران اصلي عاملین او سر لاري دي او نه غواړي د سولې په راتلو سره خپلې فردي ګټې او شوم اهداف له لاسه ورکړي، ځکه خو دغه ډول ناوړه کړنې د رسنیو په واسطه ترسره کوي.
نو افغان ملت باید بیدار و اوسي او د کاذبو رسنیو او  فتنه ګرو څېرو په پېژندلو کې يې پوره هڅه وکړي او د دوی په باطلو خبرونو، راپورونو، مرکو او… باور ونه کړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د دوی په ارمانونو لوبې وکړي او هيلې یې له خاورو سره یې خاوري کړي. افغان ملت باید د هغو کسانو خبرې ومني او عملي یې کړي چې دوی او په افغانستان کې راتلونکې سولې او نظام ته ګټه رسوي، نه د همدغو مزدورو رسنیو غولونکي افواهات.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button