امنیت شورا: طالبانو تر درې ورځني اختریز اوربند وروسته بیا جګړې پیل کړې

عزم (یکشنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۳۹۹):نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ملي امنیت شورا، د کورنیو چارو وزارت او د سیمیزو ارګانونو د ادارې ویاندیانو د هیواد پر روان وضعیت، سوله، جګړه او نورو ناخوالو د کابل حکومت رسمي دریځ په ډاګه کړ.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل، طالبانو درې ورځنی اختریز اوربند “مات” کړی او یوځل بیا یې د دولت پلوه ځواکونو پرضد جګړو ته زور ورکړی دی.
فیصل وویل، طالبانو د تېري یوې اوونۍ په اوږدو کي پر دولتي عسکرو۲۲۲ حملې کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۲۲ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو ۲زره تنه زندانیان خوشې کوي او دامهال د هغوی پر لیستونو د طالبانو او حکومت د تخنیکي ټیمونو ترمنځ خبرې روانې دي.

د سیمیزو ارګانونو د ادارې ویاند سیدشاه سقیم پرته له دې چې شواهد او اسناد د رسنیو په لاس کې ورکړي، ادعا وکړه چې طالبانو په همدې موده کې شاوخوا ۵۱ لوی او واړه پلونه، او ۱۶ سړکونه تخریب کړي، چې ډیر یې پکتیا کې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین بیا وویل، له دې امله چې طالبانو جګړه روانه ساتلې نو کابل کې د وزیر اکبرخان جومات د خطیب “مولوي ایاز نیازي” او د شیرشاه سوري د جومات د خطیب”مولوي عزیزالله مفلح”د وژنې پړه هم د هغوی پرغاړه ده.
دریو واړو ویاندویانو د خبریالانو د هغې پوښتنې ځواب ونه وایه چې ګواکې، داجومات له شپې څخه بیا د لمانځه ترمهاله د ملي امنیت د ځواکونو په لاس کې وه، نو څنګه او چا په دې موده کې چاودیدونکي
تر منبر ورسول.
د شیرشاه سوري مسجد مقتدیانو تیره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې ، تر چاودنې یوه ورځ مخکې د ملي کسان راغلل، د مسجد له ساتونکي یې کیلي واخیسته چې تلاشي کوو، د شپې په ۱۱ بجې يې کیلي بیرته ورکړه، په سبا مسجد کې چاودنه وشوه.

دوی وایي، چاودنه د امریکایي سفارت لخوا طرحه د ملي امنیت لخوا اجراء شوه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button