سعودي عربستان سږ کال د حج په لغوه کولو غور کوي

عزم (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۳۹۹): سعودي عربستان د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له خپل تاسیس راهیسې د لومړي ځل لپاره سږ کال د حج په لغوه کولو غور کوي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت یوه لوړپوړي چارواکي برېتانوۍ فینانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دوی په دې اړه په غور سره حالات څاري او په بېلابېلو اړخونو باندې یې فکر کیږي. د چارواکي په خبره، رسمي پرېکړه به په یوه اوونۍ کې دننه وشي.
دا راپور داسې مهال خپریږي چې په سعودي عربستان کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او د مثبتو پېښو شمېر تر سل زرو اوښتی دی. سعودي عربستان د بهرنیو اتباعو پر عمره باندې بندیز لګولی او له نورو هېوادونو سره یې هم د حج په اړه د پلانونو ځنډولو په اړه خبرې کړي دي.