بازار په کنډواله بدل شو: هلمند کې عسکرو تر ۲۰۰زیات دکانونه نړولي

عزم (دوشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو افغان ضده عملیاتو په لړ کې داځل د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو لوی بازار د بلدوزرونو په مټ وران او په بشپړ ډول یې لمنځه وړی دی.
دغه بازار چې “مهاجربازار” نوم ورکړل شوی وه، د یادې ولسوالۍ اړوند هرات ته پرغځېدلي سړک پروت وه چې د پوليسو او سنګوري ملیشو لخوا په دې پلمه له خاورو سره خاورې شوی، چې ګواکې چارې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې وې.

ویل کیږي، دغه بازار کې تر ۲۰۰ زیات د خوراکي توکو دکانونه،درملتونونه او د تیلو پمپونه وه، چې په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، دغه بازار کې ټول۲۰۰ دوکانونه ۱۳کانتينرونه۸درملتونونه یو د تيلو پمپ وو چې په بشپړ ډول تخريب اوخلکو ته يې مليونونه افغانۍزیان اړولی.
دولتي ځواکونه داسې مهال په دومره لوی بشرضده جنایت لاس پورې کوي چې تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا تور ولګاوو چې ګواکې طالبانو د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې لسګونو عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ هیوادوالو ته پراخ مالي زیانونه هم ور اړولي، خو د خپلې دې ادعاو په تړاو یې هیڅ اسناد، شواهد او بیلګې رسنیو ته ونه ښوودلې..

شنونکي وایي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له اوازو او غوښتنو سره همهاله د دولت پلوه ځواکونو لخوا دا ډول جنایت څرګندوي چې کابل حکومت په ټوله معنا د سولې د روانې پروسې مخالف دی او نه غواړي په هیڅ وجه دا پروسه کامیابه شي.

د یادولو ده چې څوکاله وړاندې هم افغان عسکرو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې یو ستر ښارګوټی ونړاوو، دغه راز یې تیرکال په لسګونو ښوونځي، کلینیکونه او دکانونه له طالبانو د ملاتړ په تور له خاورو سره خاورې کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button