د امریکا ولکه په نړیوال اقتصادي چارو باندي:

بسم الله الرحمن الرحیم
د امریکا ولکه په نړیوال اقتصادي چارو باندي:
– د نړۍ ټول انرژي (هغه ټول شیان تري مراد دي چي بل شي ته د حرکت او د فعالیت ورکولو وړتیا لري لکه برق او داسي نور شیان) سکتورونو او د تیلو قیمتونه په ډالرو باندي دي
– په نړۍ کي چي څومره مالي راکړي ورکړي کیږي په عمومیاتو کي يي نړیوال سازمانونه (IMF, World Bank etc.) او په خاصه توګه بانکونه يي کنټرولوي او مهم رول په کي ځای (Local) بانکونه لوبوي، برسیره له کنټروله هر یو مجبور او مکلف دی چي ډالر په نړیوال تجارت کي وکاروي، هیڅوک ددي جرئت نه شي کولي چي نړیوال تجارت کي بي له ډالرو نور أسعار (کرنسي) وکاروي. د تأسف خبره خو داده چي تقریبا د نړۍ ۸۳٪ تجارت په ډالرو کیږي
– امریکا په ټوله انفارمیشن ټکنالوجۍ (IT) باندي تسلط لري. امریکا د سیلیکان دري (Silicon Valley) د کور په نوم یادیږي، ځکه چي د نړۍ لوی لوی شرکتونه لکه: ګوګل (Google)،مایکروسافټ (Microsoft)،انټل (Intel)، ایپل(Apple)، ایبې (Ebay) او امازون (Amazon) کوربتوب کوي. او هر یو ددي شرکتونو نه يي په نړۍ کي نوري څانګي لري، چي په عمومي توګه که هر څوک په دي شرکتونو کي اکاونټونه لري نو هغه به یو نا یو د بانک اکاونټ هم لري ځکه چي ددوی پير او پلور د بانکو په واسطه کیږي، که یو کس په افغانستان کي وي او یو څه په أمازون شرکت کي اخلي نو هغه مجبور دی چي پیرل په ډالرو وکړي ځکه دوی ما سواء د ډالرو نه بله کرنسي نه پیژني
– د برین واش (Brain Wash) کولو لپاره او یا د خلکو ذهنیت متأثره کولو په پار دوی ټول د اعلام شبکي او د ساعت تیری لکه (World Wrestling Entertainment etc.) د نرم قوت (Soft Power) په څیر استعمالوي، ځکه ددوی په جنګي قوت باندي خرچ او اخراجات خورا ډیر راځي او د خلکو نفرتونه هم راپاروي، نو ښه دوی ته داده چي اعلام (میډيا) وکاروي او د خلکو ذهنونه په فحشاؤ، ساعت تیریو، لوبو، حیواناتو او داسي نورو چینلونو واړوي او اصلي هدف نه يي لیري کوي
– د امریکا کلنۍ جي ډي پي (GDP) د اتو لویو اقتصادي ملکونو څخه زیاته ده لکه: جرمني+جاپان+هند+فرانسه+برطانیه+کاناډا+روسیه+اسټرالیا (GDP) = امریکا (GDP)
تبصره: مشران وايي که غر هر څومره لوړ او دنګ وي نو پر سر لاره لري، هر کله چي امریکا په نړۍ باندي دومره حاکمیت لري او دا حاکمیت ددي لامل شوی چي امریکا د خدايي دعوه کوي، هر کله وايي مونږ ته هیڅوک ماته نه شي راکولي نه په اقتصاد کي، نه په جنګ کي او نه په نورو څانګو کي
هر کله چي امریکا دومره تسلط لري په نړۍ کي نو په همدي کچه خامیاني، غلطیاني او د پرزولو لاملونه لري، د شکر او د تأسف خبره خو داده چي د نړۍ لويي اووه (۷) بحري معبرونه ټول په اسلامي نړۍ کي دي خو حاکمیت يي د غرب او خصوصا د امریکا په لاس کي دی، وجه يي حاکمه طبقه ده کومه چي په اسلامي ملکونو حاکمیت کوي که چیري دوی له لوبي وایستل شي نو کار تقریبا ۷۰٪ تمامیږي
(( د امریکا خامیاني کومي کومي دي، دا به په روانو پوسټونو کي ووایو))
دا سلسله به جاري وي ان شاءالله تعالی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button