د نیمروز علماء:کابل حکومت غیر شرعي؛ غیرقانوني دی؛ که یې استعفاءورنکړه پرضد یې پاڅون کوو

عزم ( چهارشنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۹):د نیمروز د علماؤ سترې ټولنې تیره ورځ په هیواد کې د علماؤ د ځنځیريي وژنو پرضد یوه لویه غونډه رابللې وه او د یوې اعلامیې په صادرولو سره یې د کابل حکومت غیرشرعي، غیر قانوني وباله او له حکومت یې د استعفاء غوښتلو ترڅنګ له افغانانو هم غوښتنه وکړه چې دا اداره تحریم کړي.

د علماؤ غونډې په خپل پریکړه لیک کې د علماؤ پرضد روان بریدونه د مرموزو استخباراتي کړیو کار وباله او له ټولو افغانانو او متدینو مسلمانانو یې وغوښتل چې د علماؤ پرضد دروانو پیل شویو جنایاتو په هکله دې پټه خوله نه کیني، خپل د حق غوښتنې غږ دې پورته کړي، کنه نو له دې څخه دې لویو غمیزو ته ځان تیار کړي.
اعلامیه کې له ټولو افرادو او شخصیتونو چې اوسني دولت کې کار کوي، غوښتل شوي چې د اعتراض په توګه دې خپلې دندې پریږدي.

پریکړه لیک کې د هیواد له علماؤ، نخبه سیاسي مشرانو او مخورو شخصیتونو غوښتل شوي چې هرڅومره ژر باید د “اشغالګرو”ځواکونو د وتلو لپاره اقدامات وکړي، خکه چې په وینا یې په هیواد کې د روان خونړي وضعیت او د علماؤ د وژنې عاملین “اشغالګر ځواکونه” دي.

پریکړه لیک کې راغلي «د افغانستان اوسنی حکومت د دغو مواردو له امله غیر شرعي او غیر قانوني ده. ۱_ د تقلبي او له درغلي ډکو ټاکنو په ترڅ کې د دې حکومت منځته راتلل؛ ۲_د خلکو د امنیت او ژوند نه تأمینول ؛ ۳_د ځنځیري وژنو د عاملینو نه مجازاتول؛ ۴_د رشوت او فساد په برخه کې نړیوال ریکارډ خپلول؛ ۵_د خپل قدرت او واک د بقاء لپاره د سولې پروسې ته خنډونه ایجادول؛ ۶_د سلګونو علماؤ د ترور او عامو ولسونو پرضد د ترسره شویو ظالمانه عملیاتو نه څیړل؛ ۷_افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر پاتې کیدو ټینګار؛ ۸_د فحشاء او منکرات ترویج په ځانګړې توګه د رسنیوله لارې؛ چې ددې مواردو له امله باید خپل واک د هیواد مدبرو او خیرخواه شخصیتونوته وسپاري. »

علماؤ وویل، د سولې پروسې د مؤفقیت لپاره هڅې کوي او هغه کسان چې په دې برخه کې د خلل رامنځته کیدو هڅې کوي، مقابله به ورسره وکړي، تر څو دا سوله د یوه اسلامي حکومت رامنځته کیدو ته لار پرانیزي.
د نیمروز علماؤ د ټول هیواد له علماؤ وغوښتل چې د د وروستیو جنایاتو پرضد دې کابل په مرکزیت او د ټولو ولایاتو په غړیتوب یو ګروپ جوړ کړي.

علماؤ د خپل پریکړه لیک په پای کې وویل: که دا حکومت استعفاء ورنکړي، یا خپلې اصلاح ته پاملرنه ونکړي او خپلو تیروتنو ته ځیر نه شي، د هیواد علماء به یې د متنفذینو، پوهیالي قشر او ځوانانو په ملاتړ پرضد راپورته او د سرتاسري لاریونونو په ګډون به یې پرضد هر اړخیز اقدامات وکړي.

دوی د حکومت له خوا د ترسره کیدونکو جنایاتو په هکله د هیواد د علماؤ پرچوپتیا هم نیوکه وکړه او له هغوی یې په کلکه وغوښتل تر څو ددې ډول قضایاوو پرضد خاموشي غوره نکړي او د حق غوښتلو لپاره دې خپل غږونه دې پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: