د يو ځوان د توبې کېسه

 

ځوان د خپل لمانځه بيا ادا/ شروع کولو کيسه داسې کوي:
په ټولګي کې مو د اسلامي ثقافت درسي ساعت ؤ.
استاد چې کله ټولګي ته راغی، نو له شاګردانو څخه يې پوښتنه وکړه، ويل: ستاسو په اند!
کوم ډول کسان لمونځ نه ادا کوي؟

د استاد د پوښتني اړوند ټولو محصلينو خپل نظرونه وړاندي کړل.
لومړي يې ويل: هغه کسان لمونځ نه ادا کوي چې مړه وي.
دوهم محصل وويل: هغه څوک لمونځ نه اداء نه کوي چې لمونځ يې زده نه وي.
دريم وويل: لمونځ هغه څوک نه اداء کوي چې له الله تعالی څخه نه وېرېږي.
په ترتيب سره څلورم ټولګيوال وويل: لمونځ هغه څوک نه کوي چي کافر وي.
او پنځم محصل وويل: څوک چې مسلمان نه وي، هغه لمونځ نه کوي.

هر محصل په خپل وار سره نظر وړاندې کړ، خو زه همداسې غلی او په فکرونو کي ډوب شوم.
او له ځان څخه مي وپوښتل:
ایا ته مړ يې؟
نه! مړ خو نه يې، ځکه چي د ژونديو انسانانو په ټولنه کي ژوند کوي.
ایا ستا لمونځ نه دی زده؟
نه! لمونځ خو دي پوره او صحيح زده دی.
ایا ته د الله له عذاب څخه نه وېرېږې؟ نعوذبالله.
نه! نه! استغفرالله، بالکل زه د الله له عذاب څخه بېرېږم.
ایا ته کافر يې؟ نعوذبالله.
نه! الحمدلله مؤمن يم.
ایا ته مسلمان نه يې؟
نه! الحمدلله سوچه مسلمان يم.

ښه!
که په قبر کې په لومړۍ شپه له تا څخه پوښتنه وشي چي:
– ته ژوندی وې.
– لمونځ دي زده ؤ.
– د الله له عذاب څخه وېرېدلې.
– مؤمن وې.
– او مسلمان وې.
نو د الله تعالی دا ستر حکم دي ولې نه پرځای کوی؟ ته به د الله تعالی استازو ته څه ځواب وايې؟

له اوږده فکر او سوچ کولو وروسته مي ناڅاپه يو تکان او لړزه وخوړل. د قبر او آخرت د ورځي وهم، وېره او عظمت مي پر زړه راپرېوتل.
بس له هم هغي لحظې څخه مي تصميم ونيوی چي زه به توبه باسم او نور به هيڅ کله لمونځ نه قضاء کوم.
الحمدلله! له هم هغي ورځي راهيسي پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کوم.د هر لمانځه وروسته مسنون اذکار، تلاوت او دعاء کوم.
اوس په خپل ژوند کي يو خاص ډول خوند، لذت، برکت او راحت احساسوم.

غلام عمر عبدالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button