هېکټر بيلرين، د نړۍ خلکو ته مثال؛ او افغان لوبغاړو ته زما پيغام!

حذيفه هلال

هېکټر بيلرين، يو ژوندى مثال!
د هسپانيې هيواد د فوټبال د ملي لوبډلې يو لوبغاړي هېکټر بيلرين ويلي: د فوټبال په روان ليګ کې به له دې وروسته زمونږ د لوبډلې د هرې بريا سره زه 3000 ونې کرم، ترڅو د اقليمي بدلون خلاف مبارزه کې مرسته وکړاى شم.
نوموړي د دغه کار د ترسره کولو لپاره د One tree planted په نوم د ونو د کرلو او د ونو د ګټو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو يوې خيريه موسسې ته لاس ور اوږود کړى.
دغه ونې به د امازون په باراني ځنګلونو کې کرل کېږي کوم چې له ډېره وخته راهيسې د ځنګل وهنې او ختمونې له خطر سره مخ دي.
د برازيل هيواد د هوايي څېړنو ملي انسټيټيوټ INPE د يوې نوې څېړنې مطابق، د روان کال د جنوري تر مئ مياشتې پورې ځنګل وهل او ختمول د تېر کال په نسبت 34% لوړ شوي دي.
بيلرين د خپل فنډ راغونډولو په پاڼه کې ليکلي: زه راتلونکو نسلونو ته د يو مثبت کار د پرېښودلو ډېر لېواله يم. مونږ صحي ځايونو ته اړتيا ترڅو لوبې په کې وکړو، داسې ځايونه چې بايوډايورسيټي په کې ژوبله نه شي.

افغان لوبغاړو ته پيغام!
دا چې افغانان له لسيزو راپدېخوا له يوه نه ختميدونکي جنګه کړېږي؛ افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه هم دى چې وګړي يې د چاپېريالي مختلفو ککړتياوو، د اقليمي بدلون او د هغوى څخه د راپورته شويو نورو ستونزو لکه ډيزرټيفيکېشن، خوراکي ځنځير کې ستونزې، د زراعت د توليد خرابوالى، اقتصادي ستونزې او نورو بلها ستونزو څخه کړېږي.
زمونږ لوبغاړي، هغه که د کرکټ لوبغاړي دي، که د فوټبال او يا بلې هرې لوبې؛ بايد دغسې کمپاينونه او کارونه پيل کړي ترڅو هيواد مو اوس او راتلونکي کې له لويو ناورينونو څخه بچ وي او يا لږ تر لږه کم په کړاو کې وي.
#چاپېريال_ساتنه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: