ملګري ملتونه: د افغان حکومت له لوري د فساد پر وړاندې مبارزه بریالۍ نه ده

عزم (شنبه، ۳۱، غبرګولی، ۱۳۹۹ل):  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي«یوناما» وايي، د افغان حکومت له لوري د فساد پر وړاندې مبارزه بریالۍ نه ده او اداري فساد لا هم د حکومت په لومړیتوب کې نه دی.

د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې دوامداره او اغېزناکې هڅې د هېواد د راتلونکي لپاره خورا مهمې دي؛ خو حکومت په دې اړه تر اوسه کوټلي ګامونه پورته کړي نه دي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د شرمنشي ځانګړې استازي دیبرا لاینز له قوله ویل شوي«په ځانګړي توګه د سولې او پرمختګ شاوخوا ننګونو او فرصتونو ته په کتو سره، د فساد پروړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان دمشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي. د کوویډ ۱۹بحران ته رسېدنه او د یوه سوکاله، هوسا او سالم افغانستان رامنځته کول روڼتیا او حساب ورکونې ته اړتیا لري چې د هر ملت د راتلونکي لپاره بنسټیز اساسات جوړوي.»

د خبرپاڼې له مخې، د فساد پروړاندې اصلاحات په ۲۰۱۹ کال کې ټکني شوي او همدارنګه د تېرو کلونو په پرتله ډېر لږ د قانون جوړونې او ستراتیژیک نوښتونه ترسره شوي دي. له اداري فساد سره د مبارزې د افغانستان د ۲۰۱۷ کال ستراتیژي، چې د لنډمهاله پالیسۍ سند و، له کوم بدیل پرته پای ته ورسېد. سربېره پردې، هغه اداري تشې چې په دواړو، ستراتیژۍ او پلي کېدو کې د ځنډیدلي پرمختګ له امله پرتې وې د اداري فساد پر وړاندې، د خپلواک کمېسیون په رامنځته کولو چې تمه یې کېده، ډکې نه شوې.

په خبرپاڼه کې حکومت ته سپارښتنه شوې ده، چې د اداري فساد پر وړاندې پخوانۍ هڅې هم پیکه وې او د خلکو په ژوند یې کوم مثبت اغېز نه دی کړی«د ډېرو قانوني او پالیسۍ ریفورمونو سربیره چې تر سره شوي، د افغانستان داوږد مهاله سولې او سوکالۍ په وړاندې فساد لاهم یو تر ټولو یو مهم خنډ پاتې دی.»

یوناما ګواښ کړی، که حکومت له اداري فساد سره مبارزه ونه کړي، نو نورې نړیوالې مرستې به هم پرې ودرېږي.«له فساد سره د مبارزې لپاره په ټولو برخو کې نور پرمختګونه مهم دي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له سترو اقتصادي ننګونو سره مخامخ ده، چې له کبله یې افغانستان ته پام کمېږي.تمه ده چې په جنیوا کې د پرمختیا د همغږۍ په راتلونکي ناسته کې، له افغانستان سره تر ډېره بریده نړیوال ملاتړ چې ډېره اړتیا ورته ده، بیا را ژوندۍ شي، خو دغه هېواد له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لا ډېرڅه ترسره کولو ته اړتیا لري.»

دیبرا لاینز ویلي، افغان حکومت باید له اداري فساد سره مبارزه چټکه کړې، په اداري فساد ککړ کسان دې ونیسي، د عدلي او قضايي ارګانونو خپلواکي دې چټکه کړي، قضايي بنسټونه دې د حساب ورکونې برخه رڼه کړي او له اداري فساد سره دې د مبارزې په برخه کې خپلواکې پرېکړې وکړي.

ملګري ملتونو داسې مهال له حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده، چې د اوسني حکومت ګڼ لوړپوړي چارواکي قضايي دوسیې لري؛ خو د اشرف غني له لوري بیا په لوړو څوکیو ګمارل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button