امن امن سوله سوله اخ د سوي زړه آواز/ کاروان

واوره د افغان وطن د کاڼي بوټي غره آواز
امن امن سوله سوله اخ د سوي زړه آواز

پښې یبلې روان یو په سکروټو کې دا نیم قرن
بند په ازغن سیم کې دی زمونږ لکه مارغه آواز

سور ګلاب د ژوند مو خدایه ولې مړاوې مړاوې دی
جګ مو دی په اوښکو وینو لوند اوبه اوبه آواز

نه یې اوري مړ مو سلیمان د بخت که چل څه دی
غلی نه و چوپ نه و میږي مو اورېده آواز

نه مو موملایي د امن شته نه مو حکیم طبیب
ژوند زمونږ په غشو د زخمي ژوبل غرڅه آواز

ښخې چې پنجې کاندې د جنګ د مار په ستوني کې
کړې مو د غضب د وږي باز په الواته آواز

ستا قلم کاروانه سلایي د خوږو سترګو دی
چوپ دې چاته نه دی په لجرومه په رانجه آواز

۳۱ جوزا ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست، توره وړۍ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button