عبدالله اروپایي ټولنې ته: د سولې پروسه کې باید ټولواک یم او ددولتي واک خپله ونډه غواړم

عزم چهار شنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۹):د مصالحې عالي شورا مشر او د کابل حکومت نیم واکي مشر”ډاکټر عبدالله ” د اروپایي ټولنې له استازو سره د خپلې مکالمې جزئیات خپاره کړي دي.

عبدالله ویلي، د ده په مشرۍ دمصالحې عالي شورا باید د سولې په چارو کې یواځنی مسؤل لوری وي او په دې توګه یې په غیر مستقیم ډول د ارګ موازي هڅې تر پوښتنې لاندې راوستلې دي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې سیاسي توافقنامه د دندو له ویش نیولې د واک تر تقسیم پورې مشروطه ده.
عبدالله ویلي چې باید فرصتونه له لاسه ورنکړو، لومړی باید له طالبانو سره پر یوه چوکاټ هوکړه وکړو، وروسته به د جامع توافق پر لوري حرکت کوو.

نوموړي د قربانیانو کورنیو ته د عدالت غوښتنې ترڅنګ د سولې پروسه کې د ټولو قشرونو د استازو ګډون غوښتی او زیاته کړې یې ده چې طالبان باید د خپلو لیدلورو لپاره له سیاسي لارو هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي تفاهم له مخې باید د عبدالله ډله په کابینه کې ۵۰سلنه ونډه ولري او د مصالحې عالي شورا هم د نوموړي په رهبري وي، چې لا هم دې توافقنامې په عمل کې خپل رنګ نه دی راوړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button