یوناما: افغان حکومت باید د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي

عزم (پنج‌شنبه، ۰۵، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي«یوناما» وايي، د اداري فساد پر وړاندې د حکومت مبارزه لا هم نیمګړې ده او حکومت هغه ګامونه اخیستي نه دي، چې مخکې یې ژمنې کړې وې.

له یوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پرمختګ لپاره باید افغان چارواکي تازه ګامونه پورته کړي، ترڅو د سولې او پرمختیا هڅې پیاوړې شي.

په خبرپاڼه کې د یوناما د قانون د حاکمیت د برخې مشرې رومانا شویګر له قوله ویل شوي، افغان حکومت باید له اداري فساد سره سمه مبارزه وکړي او حکومتي هڅې سره منسجمې کړي. «موږ افغان حکومت ته مشوره ورکوو چې له فساد سره د مبارزې لپاره په حقیقت ولاړه نوې اوږدمهاله ستراتیژي جوړه کړي چې د مدني ټولنو په ګډون له ټولو ښکېلو برخه والو غاړو سره په مشورې او پخوانیو لاسته راوړنو ولاړه وي.»

د شویګر په خبره، د افغانستان د راتلونکې لپاره په ځانګړي ډول د سولې او پرمختیا لپاره د افغانستان ننګونو او فرصتونو ته په کتو له فساد سره دوامداره مبارزه ډېره مهمه ده.

نوموړې ویلي، له اداري فساد سره مبارزه کولی شي، چې افغان حکومت نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي او هم د افغانانو په ژوند کې ښه والي راځي؛ ځکه ګڼ افغان له اداري فساد سره لاس او ګرېوان دي.«د اداري فساد پروړاندې د عدلي او قضايي مرکز چې خپلې وړتیاوې یې د لوړې کچې اداري فساد قضیو په برخه کې پورته بیولې دي. د اداري فساد په وړاندې د افغانستان د حکومت پخوانیو هڅو د ډېرو افغانانو په ژوند مثبته اغېزه نه ده کړې.»

په خپرپاڼه کې افغان حکومت ته سپارښتنه شوې ده، چې د فساد پروړاندې د نورو بنسټونو سره کاري مسیر روښانه او د اداري فساد پر ضد د ملګرو ملتونو له کنوانسیون سره اړخ ولري، همغږي کړي؛ ځکه افغانستان په ۲۰۰۸ کال کې د فساد پرضد کنوانسیون تصویب کړی دی.

تېره اوونۍ هم ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه پڅه ده او اوس ټول حکومت په اداري فساد  کې ښکېل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button