جمعیت ډلې په حکومت کې د غوښنې ونډې اخیستو پریکړه کړې

عزم پنجشنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۹):كوروسته تر هغه چې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ډلې په واک کې د نه ګډون او د اپوزیسون په توګه د راڅرګندیدو پریکړه وکړه، تازه د دغې ډلې یوه مهم غړي او پخواني اجرایه رئیس عطامحمد نور د یاد حزب له مشرانو سره په حکومت کې د شاملیدو په هکله بحثونه کړي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د جنرال عطانور له فسبوک پاڼې خپره شوې راغلي، چې په دغه غونډه کې پر دریو موضوعاتو بحثونه وشول او تصامیم ونیول شو، چې یو یې هم په نوي حکومت کې د غوښنې او مانا لرونکې ونډې شتون دی.
نوموړی زیاتوي، جمعیت به له طالبانو سره د سولې پروسه کې هم کافي برخه ولري او ترڅنګ به یې خپل منځي اړیکې او تفاهم پراخ شي.

د یادونې وړ ده چې دجمعیت ډله دا مهال هم له دو زاویو د حکومت غوښنه برخه او نږدې بشپړ واک لري چې د حکومت ۵۰سلنه برخه یې د ډاکټر عبدالله په توسط خپله کړې او پاتې یې د امرالله صالح، عطانور او سرور دانش لخوا جلب کړې ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button