دیبورا لیوینز: تر راتلونکې میاشتې د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته “محتاطانه خوشبین”یو
عزم جمعه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۹): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشرې “دیبورا لیوینز” په یوه وینا کې ویلي چې افغانستان کې د سولې لپاره “بې مثاله موقع” برابره شوې او په وینا یې چې «محتاطانه خوشبیني لرو چې بين الافغاني مذاکرات به راتلونکې میاشت کې پیل شي.»
نوموړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې یې خبرې کولې وویل: «نښانې ښیي چې ډېر احتمال شته چې مذاکرات راتلونکې میاشت کې پيل شي. »
لیونز ویلي چې د دواړو لوریو مشرانو ورته ویلي چې مذاکرات به خورا جدي او پیچلي وي او په خبره یې چې ” د دواړو خواوو مشرانو ته یې د انعطاف ښودلو سپارښتنه کړې ده »
د یوناما مشره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کابل حکومت چارواکو په پرلپسې توګه د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې خنډونه ایجاد کړي او لا هم د بندیانو پر نه خلاصون او د بهرنیو ځواکونو پر نه وتلو ټینګار کوي.