د ټرمپ اداره له افغانستانه د څلورنیم زره نورو عسکرو د ایستلو پلان نهايي کوي

عزم شنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۹):دوو امریکايي چارواکو سی این این ټلوېزون ته ویلي چې د ټرمپ اداره تر راتلونکي مني پورې له افغانستانه د “تر ۴۰۰۰ زیاتو”نورو ځواکونو د ایستلو د پلان وروستي کولو ته نږدې شوي دي.
په دې سره به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راټیټ شي چې دا به له ۲۰۰۱ز کال راهیسې په افغانستان کې د دېره امریکایانو تر ټولو ټیټه شمېره وي.
سي این این وايي، دا اقدام کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو ته لار هواره کړي.
د سي این این د راپور په بنسټ، که څه هم دا پرېکړه لا نهايي نه ده، خو د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر تېره اوونۍ له خپلو ناټو متحدینو سره د دې پلان په اړه بحثونه کړي او د جمعې په ورځ یې په بروکسل کې د ناټو له چارواکو سره بیا خبرې پرې وکړې.

له طالبانو سره د هوکړې له مخې باید ټول امریکايي ځواکونو د راتلونکي کال تر اپرېل پورې افغانستان پرېږدي.
په هوکړه کې ویل شوي وو چې د راتلونکې جولای تر لومړیو به امریکا د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټوي، چې امریکایي چارواکو د خبر له مخې ، واشنګټن وارله مخه آن تیره میاشت دا بهیر بشپړ کړی دی.

د راپور له مخې، د امریکايي ځواکونو په کمېدو سره به د کابل حکومت د ځواکونو روزنه او مشورې ورکول د پام وړ کچې ته کم شي، چې دا به دولتي عسکر د طالبانو پر وړاندې نور هم کمزوري کړي.

د ټرمپ ادارې چارواکي وايي، چې سراعلی قومندان به د ځواکونو د کچې په کمولو-زیاتولو کې د وروستۍ پرېکړې خاوند وي.
ځینې امریکايي چارواکي اندېښمن دي چې ټرمپ ښايي د راتلونکې نومبر میاشتې تر ټاکنو مخکې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي، څو په دې ډول د ۲۰۱۶ز په کمپاین کې خپله کړې ژمنه پوره کړي.

یوه باخبره امریکايي چارواکي سي ان ان ته ویلي، باور لري چې ټرمپ به له ۴۵۰۰ شمېر سره هوکړه وکړي، ځکه د دې معنا به دا وي چې په افغانستان کې تر هغه کم عسکر وي څومره چې له دفتره د اوباما د وتلو پر مهال و – چې په دې سره به ټرمپ وکولای شي چې د کمپاین د ژمنې بریا اعلان کړي.

امریکا داسې مهال د خپلو پاتې سرتیرو له ایستلو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې جمهور رئیس غني یوځل بیا د امریکایي عسکرو پر وتلو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ددې کار لوی زیان به امریکا ته وي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: