ملي امنيت د ټولنيزو شبکو دبنديز اوازې رد کړې

C48DD97B-15B1-4024-8F4A-9D775DCF8B52_mw1024_mh1024_s

کابل(عزم:پنجشنبه،۹تله،۹۴ ل)د افغانستان د ملي امنيت رياست په هېواد کې په ټولنيزو انټرنيټي شبکو د بنديز اوازې رد کړې.

د ملي امنيت د رياست وياند حسيب صديقي رسنيو ته ويلي چې ملي امنيت هېڅکله نه غواړي چې په انټرنيټي شبکو بنديز ولګوي ځکه چې انټرنېټ او رسنۍ د خلکو د مالوماتو په زياتوالي کې مرسته کوي.

نوموړي دا هم وويل چې هغه کسان چې په ټولنيزو شبکو کې د دولت په ضد تبليغات کوي هغوی به وپېژندل شي او له قانون سره سم به تعقيب شي خو په ټولنيزه شبکه (فيسبوک) کې ځينو خلکو د حسيب صديقي په دغه خبره نيوکه کړې او دا يې د بيان د ازادۍ پر وړاندې يو ګوزار بللی.

يوې دولتي سرچينې عزم ويب پاڼې  ته ويلي چې تېره ورځ  وروسته له هغې چې طالبانو کندوز ونيوه په ټولنيزه شبکو په ځانګړې توګه (فيسبوک) کې ګڼ شمېر خلکو دغه پېښه د طالبانو برياليتوب او د دولت ناکامي وګڼله او هم په فيسبوک کې د ځينو طالب پلوه کاروونکو له لوري د کندز په اړه پراخو نشراتو،ويډيويي کليپونو او انځورونو د کابل حکومت دې ته اړ کړ چې  په فيسبوک او ځينو ويب پاڼو بنديز ولګوي.

خو مخکې له دې چې حکومت ددغې پرېکړې اعلان وکړي نو ګومان کيږي چې د انټرنېټ د کاروونکو ځينې تبصرو او غبرګونونو دولت ددغې پرېکړې له تطبيق څخه واړاوه.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button