د ميدان ښار په مرکز کې يوه پوسته؛ له نظامي تجهيزاتو سره د طالبانو لاس ته لوېدلې – تفصيلي راپور

عزم (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹) : له ميدان وردګ ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي چې بېګا شپه تقريباً يوه بجه؛ د يو تن «نفوذي» طالب په واسطه د دغه ولايت په مرکز کې، يوه پوسته په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
طالبانو هم دغه راپورونه تأييد کړي او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي دي؛ چې دغه پوسته د يو تن «نفوذي مجاهد» په مرسته فتح شوې او پوسته کې مېشت عسکر له خپلو وسلو او مهاتو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.
په خبر پاڼه کې ويل شوي:
«د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند «ده افغانانو» سیمه کې د مزدور دښمن مهمه او سراتېژیکه پوسته د مجاهدینو لاس ته ولویده، د راپور له مخې د یو نفوذي مجاهد په مرسته په پوسته کې میشت ټول ۸ تنه عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.
همداراز دوی له ځان سره ګڼ شمېر اسلحې او نور نظامي مهمات هم له ځانه سره طالبانو ته راوړي دي.


د نيول شويو وسلو او مهماتو لست:

۱: ۳ درې میله پیکا
۲: یو قبضه راکیټ
۳: شپږ میله کلاشنکوف
۴: درې شل ډزي
۵: یونارنجک انداز
۶: دوه سل ډزي
۷: ۳۰ دکلاشنکوف جاغورونه
۸: ۱۲ دانې دشل ډزي جاغورونه
۹: نهه ۹ دانې چانټې
۱۰: درې کارمولي ټوپک
۱۰: مرمۍ:
دوه کارتنه د کلاشنکوف، شپږ کارتنه د پیکا او دوه بکسې د نارنجک انداز مرمۍ.
یوه ستن د پیکا یوه شرید بکسه، یوه د پیکا بکسه، نیمه بکسه نورې د شل ډزي مرمۍ چې جمله کیږي ۱۳۷۶ دانې.
د راکیټ مرمۍ ۱۰ دانې
اته نیمه شریدونه ډک
د نارنجک ۱۳ دانې
يو د شل ډزي پوره شريد
همداراز نهه زغرې، يوه بطرۍ او يوه شمسۍ.

طالبانو ويلي چې د «دعوت و ارشاد کميسيون مسؤلينو» د يادو عسکرو جرئت ستايلی او د هغوی دروند هرکلی يې کړی.
دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د زابل د ولايتي شورا يو برحاله وکيل «جاويد خان» هم له طالبانو سره يو ځای شو. نوموړي له نورو حکومتي کارمندانو او عسکرو هم وغوښتل چې حقيقت درک کړي او نور له حکومته لاس واخلي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو او امريکا تر منځ د اشغال د خاتمې، تر لاسليک راوروسته، نژدې هره ورځ ګڼ شمېر عسکر او پوليس له طالبانو سره يو ځای کيږي. چې د راپورونو په اساس طالبانو له دې لارې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او زيات نظامي مهمات تر لاسه کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button